بورکینافاسو کې پر یوه مجلل هوټل برید شوی

د انځور حقوق AFP Getty

د بورکینافاسو په یوه مجلل هوټل کې د زورورو چاودنو، د وسله والو کسانو د برید او برمته نیونې په ترڅ کې تراوسه ۲۰ کسان وژل شوې دي.

په اواګادو کې عیني شاهدان وایي، د جمعې په ماښام (جنورۍ ۱۵مه) شاوخوا ۷:۳۰ بجو په دې ښار کې یوه مجلل هوټل مخې ته لومړی د چاودېدونکو توکو ډک دوه موټر وچاودېدل.

ددوی په وینا ګومان کېږي په دې هوټل کې د ملګرو متلونو کارکوونکي او لویدیځوال سیلانیان اوسېدل. شاهدان وایي، وروسته درې یا څلور وسله وال کسان یې لیدلي چې د هوټل د ودانۍ پر لور ولاړل.

بورکینافاسو کې د فرانسې سفیر پر خپل ټویټر کې لیکلي، ضربتي ځواکونه چې ویل کېږي فرانسوي سرتېري هم پکې شته هڅه کوي، برمته شوي کسان آزاد کړي.

عیني شاهدان وایي، د سپلندید هوټل یوې برخې اور اخستی دی.

هوټل ته څېرمه د یوه روغتون کارکوونکي رابرت سنګار وایي، چاودنې لږ ترلږه ۲۰ کسان وژلي او ۱۵ نور ټپیان کړي دي.

د انځور حقوق Reuters

د بورکینافاسو د بهرنیو چارو وزیر الفا بري هم ویلي چې ددې هېواد ضربتي ځواکونه هم د برمته شویو کسانو خلاصولو ته چمتو شوي دي.

ښاغلی بري په دې برید کې د بهرنیو سرتېرو د استولو احتمال رد نه کړ. فرانسه په دې هېواد کې ډېر عسکر لري او امریکایي سرتېري هم تر ډېره د مشاورینو او روزونکو په چوکاټ کې په بورکینافاسو کې شته.

د القاعدې فعالیت څارونکې یوې ډلې راپور ورکړی چې د "مغرب اسلامي القاعدې" ډلې اورپکو ددې برید مسوولیت منلی دی.

دا ډله چې په الجزایر کې فعالیت کوي، ځان د القاعدې څانګه معرفي کوي او ژمنه ده چې د الجزایر دولت په ړنګولو سره په دغه هېواد کې اسلامي خلافت تاسیس کړي.

عیني شاهدان وایي، په دوامداره ډول د امنیتي ځواکونو او بریدکوونکو ترمنځ د ډزو د تبادلې غږونه اورېدل کېږي. د سپلندید څلور ستوریز هوټل د اواګادوګو نړیوال هوایي ډګر ته څېرمه جوړ دی. دا ښار هم د بورکینافاسو پایتخت او هم لوی ښار دی.

له سیمه ییزو رسنیو وروستي تحولات:

  • سیمه ییز ټلویزیون بورکینا ۲۴ رپوټ ورکړی چې ضربتي ځواکونه مداخلې ته چمتو شوي دي.
  • بورکینافاسو کې د فرانسې سفیر ویلي، د شبنې سهار تر ۶ بجو پر تګ راتګ بندیز لګول شوی دی.
  • بورکنافاسو کې د امریکا سفارت ویلي، له دې پېښې خبر دی او په "دقت یې څاري."
  • د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) تایید کړې چې بورکینافاسو کې ۷۵ پوځیان لري او د بورکینافاسو او فرانسوي سرتېرو مرستې ته چمتو دي.

دوه میاشتې وړاندې د بورکینافاسو په ګاونډي هېواد مالي کې هم پر یوه هوټل ورته برید کې ۲۰ کسان وژل شوي وو.

بورکینافاسو د تېر کال له کودتا وروسته په دې وروستیو کې سراسري ټاکنې ترسره کړې وې.

د تېرکال کودتا پخوانی ولسمشر بلز کمپایوره له واکه لرې کړ چې خپله هم ۲۷ کاله وړاندې دکودتا له لارې واک ته رسېدلی وو او له همغه مهاله یې واک په لاس کې وو.