المان کې د لامبو یوه حوض ته د نارینه کډوالو ورتګ منع شوی

د انځور حقوق EPA

د المان په کلن ښار کې د ښځو تر شکایت وروسته د لامبو یوه حوض مسوولینو دې حوض ته د نارینه کډوالو پر ورتګ بندیز ولګوه.

د المان په برنهایم سیمه کې یوه دولتي چارواکي د جمعې په ورځ (جنورۍ ۱۵مه) وویل، دا محدودیت ددې لپاره په پام کې نیول شوی ترڅو هغو کډوالو ته چې حوض ته ورڅېرمه کورونه ورکړل شوي وښیو "دا ډول کړنې دلته د منلو نه دي."

په کلن ښار کې د نوي کال په شپه په پراخه کچه د ښځو تر جنسي ځورونې وروسته، ددې ښار ځېنې اوسېدونکي د کډوالو پر شتون اعتراض لري.

د نوي کال په شپه د جنسي ځورونې چې شمېر سلګونه پېښو ته رسېږي، د لومړي وزیرې انګلا مرکل د کډوالو منلو پر سیاست پراخې نیوکې رامنځته کړې او ورسره په دې هېواد کې ښې لاسو افراطي ډلې د کډوالو پرضد د ښکاره اعتراض لپاره لا زړه ور شول.

المان په تېر میلادي کال کې په اروپا کې تر ټولو ډېر کډوال ومنل او خپلې پولې د شاوخوا یو میلیون او ۱۰۰ زره کسانو پر مخ پرانستې.

د انځور حقوق VANO SHLAMOV AFP Getty Images

د کلن ښار په ۲۰ کیلومترۍ کې پروت د برنهایم د ټولنیزو خدمتونو د برخې مدیر مارکوس شناپکا ویلي، د ښځو او د ددې عامه حوض د ښځينه کارکوونکو لخوا د "جنسي ځورونې" تر ډېرېدونکو شکایتونو وروسته د نارینه کډوالو د منع کولو پرېکړه شوې ده.

شکایت کوونکو ویلي، په دې حوض کې د نارینه کډوالو نامناسب سلوک او ځوروونکې خبرې سبب شوې چې په ډېرو مواردو کې ښځينه لامبو وهونکې له حوضه ووځي.

ښاغلي شناپکا رویټرز ته ویلي، که څه هم چې دا ډول شکایتونه په کوم څرګند جرم پورې تړلې نه دي، خو ټولنیزو مرسته کوونکو پرېکړه وکړه چې د کډوالو د اصلاح او دا ډول کړنو د مخنیوي لپاره دا پرېکړه وکړي.

د برنهایم چارواکو تراوسه نه دي ویلي چې ددې ممنوعیت لپاره به کومه تګلاره وکاروي، که څه هم المان په دې وروستیو کې ویلي وو په پام کې لري د کډوالو د پېژندلو لپاره د پېژندنې نوي کارتونه ووېشي.