د سختې ورځې لپاره د تخمونو زېرمتون

که چېرې د جګړې یا نړیوالې تودوخې له امله د نړۍ مهم بوټي چې د خوراکي توکو تولید لپاره ډېر ضروري دي له ګواښ سره مخ شي، انسانان به څه کوي؟

د ساینسپوهانو یوه ټولنه وايي د دغسې یوه حالت سره د مقابلې لپاره ېې یوه لاره موندلې.

د نړۍ د راز راز بوټو د تخمونو په زرګونو ډولونه د شمالي قطب د سوالبارډ جزیرې تر یوه غره لاندې تونل کې زېرمه شوي.

ساینس پوهان وايي چې د تخمونو د دې نړیوال زېرمتون په مرسته به انسانان وکولاې شي په راتلونکې کې د اړتیا وړ خوراکې توکي تولید کړي.

د بي بي سي د ساینسي رپوټونو مسول مدیر ډېویډ شوکمان ته اجازه ورکړه شوه چې د تخمونو دغه نړیوال زېرمتون د ننه ورشي.

دغه ځای ته ننوتل چې ویل کېږي د نړۍ ترټولو خوندي ځای دی سړي ته د وېرې احساس پېدا کوي.

د شمالي قطب د سوالبارډ ټاپو په یوه غره کې چې سخت باد په کې لګېږي، یو کانکریټي ور لیدل کېږي چې د تخمونو نړیوال زېرمتون ته لاره پرانیزي، هغه د دې لپاره جوړ شوی چې د انسانانو د بقا لپاره په کې د نړۍ تر ټولو با ارزښته بوټو تخمونه وساتل شي.

دا ځاې د ډېرې بدې وحشتناکې ورځې لپاره جوړشوی، هلته یوه ورځ اوسېدل څه اسانه کارنه دی.

دغه ځاې ته د ننوتو په وړاندې لومړی خنډ دا دی چې دا سیمه ډېره لیرې پرته ده- د سوالبار د ټاپوګانې له شمالي قطب نه فقط ۱،۳۰۰ کیلومتره لیرې دي.

سره د دې چې له ناروې څخه دغو ټاپوګانوته د الوتکو الوتنې ډېرې دي، او د شمالي قطب سفرونو شهرت موندلی، خو هلته ډېر خلک نه اوسېږي او ډېر سیلانیان نه ورځي.

کله چې موږ ورسېدو بله ستونزه دا وه چې د ګاډو کوچنی تم ځاې يي په سخت اوښوینده کنګل پوښلی وو. هر ګام له خطره ډک وو.

له ځانه سره مې سوچ کاوه چې که یوه ډله بې لارې خلک راشي او دې ځاې ته خطر پېښ کړي څنګه به وي، خو هلته تش په پښو دریدل هم اسانه کار نه دی.

د تخمونو پاچاهي د وره کلۍ

Image caption په زېرمه تون کې د څه باندې ۵،۰۰۰ ډوله کرنیزو محصولاتو تخمونه ساتل کېږي

د زېرمتون بهرنی ور له پولادو جوړ شوی خو له بده مرغه ډېره یوه عادي کلۍ لري- هغسې کلۍ چې موږ يې په خپلو کورونو کې کاروو.

که دا کلۍ ورکه شي؟ نورې کلۍ هم ساتل شوي.

تونل ته په ننوتو سره د سخت او ساړه باد له غمه خلاص شوو او یوې ډېرې خاموشې فضا ته ننوتو. د خپل سر د خوندي ساتلو لپاره مو باید یو ډول ځانګړي حفاظتي خولۍ پرسر کړې واې.

وروسته په تونل کې یو بل ور پرانیستل شو او ښکته د غره ژورو ته ېې بوتلو.

د تودوخې درجه د سانتيګراډ منفي ۴ درجې وه او موږ په داسې یو ځاې کې وو چې هلته شاوخوا کنګلونه هېڅکله نه ویلي کېږي.

د تونل زیاتره برخې په کانکریټو پوښلي دي خو وړاندې د ننه لوڅې ډبرې دي. زموږ غږونه د تونل په فضا کې انعکاس کوي.

د دې پروژې مفهوم ډېر ساده دی: کېدای شي د نړۍ مهمو کرنیزو خوراکي توکو ته ګواښ پېښ شي، خو موږ به ډاډه یوو چې د دغو توکو تخمونه مو دلته خوندي ساتلي دي.

د تونل ور د سمندر له سطحې ۱۳۰ متره لوړ دی- او که د ځینو اټکلونو له مخې په راتلونکو پېړیو کې ټول قطبي کنګلونه ویلې او د سمندرونو د اوبو سطحه ډېره لوړه شي بیا هم ښايي دغې تونل ته ونه رسېږي.

دا چې تونل د کلکو ډبرو د ننه جوړشوی هم ښايي دا تخمونه د جګړو له خطره وساتي. د سوالبارډ سیمه د هرډول پوځي نښتو له سیمو څخه ډېره لیرې پرته ده خو که د وسلو کوم ګوزار پر قطبي سیمه برابر شي- چې دا هم نا ممکنه نه ده- او کومه ګولۍ یا توغندی پر دغه تونل باندې ولګېږي، ښايي داغر به دومره ټینګ وي چې ګولۍ به په کې نشي ننوتلي.

کله چې دا خبرې اورم خپل هغه سفر مې یادېږي چې ډېرکلونه پخوا مې د امریکا د متحدو ایالتونو د هوايي دفاع د کنټرول مرکز، نوراد، ته کړی وو. دا مرکز د کولراډو ایالت د چېیني غره دننه جوړشوی.

خو دا مرکز ډېر ستر و- موږ د سرویس موټرپه سورلۍ د غره دننه تلو- د دواړو ورته والی دا دی چې تونلونه ېې د غره د ډبرو د ننه جوړشوي او د توغندیو د برید په وړاندې خوندي دي.

خو وروسته یوه بل وره ته ورسېدو، دا ور پرسپینو واورو پوښلی و. د تودوخي درجه وار په وار ټیټېږي. کله چې وړاندې ځو یو پراخ غار ته رسېږو چې په پاې کې ېې د زېرمتون خونې دي.

زموږ د پاسه د هوا د سړولو نقره يي رنګه نلونه غزېدلي. د تونل د ډبرینو دیوالونو پرمخ د کنګل کریستالونه ځړېدلي. اوس موږ خپله د زېرمتون څنډې ته نژدې یوو.

له شمالي کوریا څخه صندقونه

وړاندې یو بل ور هم شته دی. دا ور پر کنګل پوښلی دی. د وره ترشا د تودوخي درجه د سانتيګراډ منفي ۱۸ درجې ساتل کېږي. موږ د ساړو له امله مخصوص تود لباس اغوستی خو د بدن کومه برخه مو چې لوڅه ده په لړزیدو ده او قلم مې سملاسي کنګل شوی او له کاره لوېدلی. هڅه کوو ژر ژر خپل فلم ثبت کړو.

په زېرمتون کې کتار کتار المارۍ ولاړې دي، هره یوه ېې له سترو پلاستیکي صندوقونو ډکه ده.

د صندوقونو دننه د تخمونو ډکې وړې کڅوړې پرتې دي- ټولې څه باندې ۸۶۵،۸۷۱ کڅوړې دي، چې د نړۍ د خورا مهمو کرنیزو خوراکي محصولاتو تقریبا نیمه برخه یا ۵،۰۰۰ ډولونه په کې ساتل کېږي.

پر صندقونو لیکل شوي نښې په زړه پورې دي- تخمونه له افریقا، آسیا او امریکا څخه راوړل شوي. د حيرانتیا وړ ده چې یو صندوق هم د شمالي کوریا دی.

خو د سورېې د صندقونو کیسه تر ټولو په زړه پورې ده. د سورېې د حلب په ښار کې د وچو سیمو د کرنې د څېړنې یو مرکز جوړشوی. خو د برېښنا د بندېدلو او د جګړې له امله هلته کار کول ناشوني او خطرناکه وو، نو ځکه ېې تخمونه د شمالي قطب زېرمتون ته را وړي.

دغه ځاې دقیقا د همدغسې پېښو لپاره جوړ شوی. ډېری هېوادونه د خپلو راز راز مهمو بوټو د تخمونو لپاره زېرمه تونونه لري، خو د تخمونو د ساتلو نړیوال زېرمه تون د هغوې د اضافي ملاتړ په خاطر جوړشوی دی.

په هغو ځایونو کې چې سیلابونو د هېوادونو د تخمونو زېرمتونونو ته ګواښ پېښ کړی، یا چېرې چې په صنعتي کچه کرنې د کرنیزو محصولاتو جنیتیکي ډولونه دومره کم کړي دي چې کېدای شي د حشراتو د برید له امله بیخي له منځه ولاړشي، یا چېرې چې د اقلیم د بدلون اټکلونه د خوراکي توکو لپاره ډېر ګواښونکي ښکاري، د نړیوال زېرمتون شته والی ډېر اهمیت لري.

سره د دې چې د تخمونو د نړیوال زېرمتون تصور ډېرغمجن دی خو دا چې ډېر هېوادونه او موسسې ورڅخه کار اخلي دهغې اړینتوب په ګوته کوي.

Image caption د تخمونو د زیرمه تون اصلي تونل ۱۱۵ متره د غره د ننه دی

د روانې میاشتې په لومړیو کې- د ډېرو له انتظار نه وړاندې- د تخمونو د نړیوال زیرمتون د کار لومړۍ بېلګې ولیدل شوې.

د سورېې ځینې تخمونه – لکه د غنمو، وربشو او نخودو لرغوني او پیاوړي ډولونه د تخمونو د نړیوال زیرمتون له کنګل شویو صندقونو څخه بېرته راو ایستل شول ځکه چې په منځني ختیځ کې ورته اړتیا وه.

په ټوله کې، له ۳۵۰ صندقونو څخه چې په لومړي سرکې له حلب نه نړیوال زیرمتون ته لېږل شوي وو- ۱۲۸ صندقونه د تونل د ټولو ورونو څخه بېرته را وایستل شول او د شمالي قطب د خطرناکې کنګل شوې لارې په تېریدو په الوتکه کې لبنان او مراکش ته واستول شول.

دا تخمونه د هغو بوټو څخه سرچینه اخلي چې د کرنې په لرغونو زمانو کې په منځني ختيځ کې کرل کېدل او اوس به هغوې بیا کرل کېږي.

ډېر ژر به په منځني ختیځ کې بیا داسې بزګر وي چې راتلونکي محصولات به ېې د وچکالۍ په وړاندې مقاومت لري او حاصلات به ېې ډېر وي، دا ځکه چې یو وخت د دغو تخمونو یو څو کڅوړې د شمالي قطب د یوې لیرې پرتې غرنۍ سیمې په یو تونل کې خوندي ساتل شوي وې.