ايران څلور امريکايي بنديان خوشي کړل، د بنديزونو د لرې کېدو انتظار

د انځور حقوق AP
Image caption په دغو کسانو کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبريال جېسن رضاييان هم شامل دی

ايراني چارواکي وايي څلور ايراني الاصله امريکايي بنديان يې له امريکا سره تبادله کړي دي.

دغه کسان چې له اره ايرانيان دي امریکايي تابعيتونه لري.

د ايران حکومتي رسنۍ، ايرنا په وينا په دغو څلور کسانو کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبريال جېسن رضاييان چې يو کال وړاندې نيول شوی و، هم شامل دی.

يادې شوې رسنۍ، د يوه لوړ پوړي چارواکي له خولي خبر ورکړی، چې د جېسن رضايبان سربېره سعيد عابديني، امير رضا حکمتي او نصرت الله خسروی درې نور بنديان دي چې خوشي شوي.

راپورونه وايي د دغو څلور کسانو په بدل کې په امریکا کې اووه ايراني بنديان خوشي شوي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپانې، د دې خبر په تړاو ويلي، "هيله لري دغه خبر رښتيا وي، تر اوسه مو په دې اړه رسمي خبر نه دی ترلاسه کړی."

وړاندې د ایران قضايیه قوې يوه چارواکي ويلي وو، چې جېسن رضاییان د یوه خبریال په جامه کې "داسې کارونه کړي چې د ایران د امنیتي ځواکونو له لیدلوري په هېڅ ډول له خبریال سره نه ښايي".

د دغو څلورو دوه تابعته بنديانو د خوشي کېدو خبر په داسې وخت کې خپور شوی، چې په راتلونکو څو ساعتونو کې به د ايران او امريکا د بهرنيو چارو وزيرانو له خوا د ايران د هستوي پروګرام پر سر پرېکړه وشي.

ايران هيله لري چې له دغې پرېکړې وروسته به پر دوی د نړيوالو له خوا لګېدلي بنديزونه لرې شي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير ظریف وايي "دا له نړیوالو سره د ایران د اړیکو لپاره یوه مهمه ورځ ده". نوموړی زياتوي نړۍ ته یې ثابته کړه چې "ګواښونه، بندیزونه او فشار کار نه ورکوي."

که د نړیوالو له خوا پر ایران لګول شوي بندیزونه لري شي نو په ميلیاردونو ګنګل شوي ډالر به بېرته ایران ته ورکړل شي او ایران به وکولای شي چې په نړیوالو مارکیټونو کې خپل تېل وپلوري. خو په بدل کې به ايران خپل اتومي پروګرام محدودوي.

ورته مطالب