نرېندرا مودي له شاه رخ خان نه هم مخکې شو

د انځور حقوق

پر ټولنیزه پاڼه ټویټر د فالو کونکو د شمېر له پلوه د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي له وتلي فلمي لوبغاړي شاه رخ خان نه مخکې شوی دی.

دې سره نوموړی د هند دویم شخصیت دی، چې د فالو کونکو شمېر یې تر نورو ډېر دی.

د سږ کال جنورۍ کې د نرېندرا مودي د فالوکونکو شمېر پر ټویټر ۱۷۳۷۱۶۰۰ و، چې پر ټویټر د شاه رخ فالو کونکو شمېر بیا ۱۷۳۵۱۱۰۰ کسانو ته رسېده.

پر ټویټر د فالو کونکو د شمېر له مخې اوس نرېندرا مودي یوازې له فلمي لوبغاړي امیتاب بچن نه شاته دی، چې د فالوکونکو شمېر یې ۱۸ اعشاریه ۹ میلیونو ته رسیږي.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ټویټر پاڼه، چې@ narendramodi سرلیک لري، وايي د یوه اټکل له مخې یې هره میاشت د فالونکو شمېر کې یو میلیون کسان ډېریږي.

د نوموړي پر پاڼه د فالو کونکو شمېر د تېر کال دسمبر میاشتې په ۲۲ ورځ له ۱۵ میلیونه واوښت او د ۲۰۱۵ کال د نومبر په ۲۰ نېټه دغه شمېر له ۱۶ میلیونه کسانو واوښت.

دوو تېرو میاشتو مودې کې د نوموړي ټویټر پاڼې فالوکونکو شمېر کې له یو میلیون ډېر کسان زیات شوي دي.

نوموړی له ۲۰۰۹ راهیسې ټویټر کاروي. د ټویټر شمېرو له مخې نرېندرا مودي د امریکا له ولسمشر بارک اوباما وروسته دویم او په هند کې لومړی سیاستوال دی، چې تر ټولو ډېر فالوکونکي لري.