سوریه:د 'اسلامي دولت' نومي ډلې برید کې لسګونه کسان وژل شوي

د انځور حقوق
Image caption ملګرو ملتونو د سوریې په محاصره شویو سیمو کې د ناوړه کېدونکي حالت خبرداری ورکړی

د سوریې دولتي رسنی وايي، دير الزور کې د هغې ډلې بریدونو کې، چې ځان 'اسلامي دولت' بولي لسګونه کسان وژل شوي دي.

سوریې کې د بشري حقونو څار ډله، چې مرکز یې لندن کې دی، وايي دغو بریدونو کې ۸۵ ولسي وګړي او د سوریې ۵۰ پوځیان وژل شوي دي.

د سوریې دولتي خبري اژانس صنعا بیا وايي، دغو بریدونو کې تر ۳۰۰ پورې ولسي وګړي وژل شوي دي.

بل لور ته ملګرو ملتونو د سوریې په محاصره شویو سیمو کې د ناوړه کېدونکي حالت خبرداری ورکړی دی.

د بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو همغږونکې ادارې چارواکي وايي، په دغو سیمو کې تر ۲۰۰ زره پورې کسان ایسار پاتې دي.

د سوري ځايي همغږي کونکو کمېټو ' ایل سي سي ' په وینا اسلامي دولت نومي ډلې له بریده مخکې یوه موټر بم چاودنه وکړه.

بل لور ته روسیې ویلي د سوریې کلابندو سیمو کې یې د هوا له لارې د مرستې توکي غورځولي دي.

له سیمې داسې رپوټونه هم ورکړل شوي، چې ګواکې د روسيې هوايي ځواک فعالیتونه کړي دي.

سوریې کې د بشري حقونو څار ادارې په وینا د یاد ښار ۶۰ سلنه سیمې اوس د 'اسلامي دولت' نومي ډلې وسله والو په کنترول کې دي.

د سوریې پنځه کلنه جګړه کې تر اوسه نژدې ۲۵۰ زره کسان وژل شوي او نژدې ۱۲ میلیونه کسان د کور کلي پرېښودو ته اړ شوي دي.