د اکبر بگټي د وژنې دوسيې کې د مشرف او شېرپاو د برائت پرېکړه

Image caption نواب اکبر بگټي په ٢٠٠٦ کال کې د پوځي عملياتو پر مهال وژل شوى وو.

د پاکستان په بلوچستان ايالت کې یوې ترهګرۍ ضد محکمې پخوانى ولسمشر، پرويز مشرف، او د کورنیو چارو پخوانى وزير افتاب احمد خان شېرپاو د وتلي بلوڅ مشر، نواب محمد اکبر خان بگټي د وژلو په دوسيې کې د يوه بل تورن په گډون له لاس درلودلو څخه پاک بللي دي.

نواب محمد اکبر خان بگټي ٢٠٠٦ کال کې د پوځي عملياتو پر مهال وژل شوى و. هغه مهال پرويزو مشرف په واک کې و.

دې قضيې کې د ښاغليو مشرف او شېر پاو نه پرته ، پخوانى لومړى وزير شوکت عزيز،پخوانى ايالتي وزير شعيب احمد نوشيرواني، دبلوچستان پخوانى والي(گورنر) اويس احمد غني، پخوانى اعلى وزير جام محمد يوسف او د بگټي سيمې د پولیسو پخوانی مشر عبدالصمد لاسي شامل وو.

درې نور تورن شوکت عزيز، اويس غني او عبدالصمد لاسي په دې قضيې کې محکمې څخه په تېښته دي.

Image caption محمکې د بگټي کورنۍ دا غوښتنه هم رد کړه چې د ملگرو ملتو په څارنه کې دې د نواب محمد اکبر بگټي قبر راوسپړل شي.

د بل تورن پخواني اعلى وزير جام يوسف نوم د هغۀ له مړيېنې وروسته دې قضيې څخه ويستل شوى دى.

محکمې دغه راز د نواب اکبر بگټي د زوى جميل اکبر بگټي دا غوښتنه چې د ملگرو ملتو په څارنه کې دې د هغۀ د پلار د ډي اين اى معاينه وشي رد کړه.

له پرېکړې وروسته د نواب جميل بگټي وکيل بي بي سي ته وويل چې د محکمې ددې پرېکړې پر ضد به لوړې محکمې کې اپيل کوي .

ده وويل چې دې پرېکړې کې د هغۀ موکل سره انصاف نه دى شوى.