د ایران اټومي معامله: د اوس لپاره اړیکي عادي شوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د یکشنبې په ورځ د تهران په بازار کې یو پيسې بدلونکی مشتریانو ته د انتظار په حالت کې د امریکايي ډالرو نوټونه په لاس کې نیولي

پر ایران د بندیزونو لیرې کېدل یوه مهمه شېبه ده

له ۱۵کلونو وروسته، داسې ښکاري چې د ایران اسلامي جمهوریت سره د لوېدیځ مقابله بالاخره پای ته رسېدلې، او دا څومره یو فوق العاده بدلون دی.

یواځې څوکاله مخکې د لویدیځو ځواکونو له نظره ایران یو پردی دولت و، چې ولسمشر محمود احمدي نژاد ېې مشري کوله چې د اسراییلو په شان هېوادو پرضد ېې پرلپسې لمسوونکې څرګندونې کولې.

د ایران منتقدین به وايي چې په منځني ختیځ کې د هغې د مسلمانو شیعه متحدینو د سیاسي او پوځي ملاتړ شبکه د "شیعه بې ثباتۍ" یوه د اندېښنې وړ کړۍ ده.

هغوې باورلري چې ایران غوښتل اټومي ظرفیت پېداکړي او ځان د سیمې په یوه سترځواک باندې بدل کړي.

څېړونکو ویل سره د دې چې ایران انکار کوي خو ښايي په یو څومیاشتو کې وکولاې شي د اټومي وسلو جوړولو لپاره د اړتیاوړ توکي تولید کړي.

خو د نوي مشرتابه په راتلوسره حالات بدل شول.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې نوي ولسمشربارک اوباما د خپل جمهوري ریاست په لومړیو کلونو کې ایران ته لاس وغزاوه اوهڅه ېې وکړه چې ډېپلوماسۍ بیا را ژوندۍ کړي.

او په ایران کې د ولسمشر احمدي نژاد پر ځاې د ولسمشر حسن روحاني تر مشرۍ لاندې یو اعتدال خوښونکی حکومت رامنځته شو. ښاغلي روحاني د بندیزونو ختمولو او له بشپړ مصیبت څخه د ایران د اقتصاد دژغورلو لپاره یوه معامله غوښتله.

په عین وخت کې په زیاتېدونکې توګه دا خبره ومنل شوه چې په سیمه کې د امنیتي ګواښونو انډول په بدلېدو دی. یو بل نارامونکی دښمن د پیاوړي کېدو په حال کې و، چې د منځني ختیځ په ځینو برخو او له سیمې نه بهرد ویجاړیو سبب کېده: د اسلامي دولت په نامه یوجهادي غورځنګ.

ګډ هدف

څېړونکو ولیدل چې ایران هم دا د یو خطر په توګه ویني. د اروپايي استخباراتو یو متقاعد مشر په ۲۰۱۰ یا ۲۰۱۱ کې په یوې شخصي مېلمستیا کې وویل چې ایران سره د لویدیځو ځواکونو مقابله بې مفهومه ښکاري، په داسې حال کې چې هغه یقینا کېدای شي د القاعدې او د هغې د جهادي څانګو پرضد د لوېدیځ لپاره یو ګټور او اغېزمن ملګری شي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ایران د انګېزو په اړه شکونه اوس د هغې د ظرفیتونو په اړه پوهې سره ګډ شوي

هغه وخت، دا خبرې ناسمې ښکارېدې. خو لږ څه وروسته د لندن د واک په دهلېزونو کې دا پر یو اصلي فکر باندې بدل شو.

ډېری کسان په دې هکله شکمن پاتې شول چې ایا پر تهران باندې باور کېدای شي که نه. حتی دوه کاله پخوا، د سورېې د سولې د کنفرانس لومړیو هڅو کې ایران ته برخه ورنه کړل شوه.

خو د ۲۰۱۵ په وروستیو کې کله چې د سورېې لپاره نوې ډېپلوماټیکې هڅې پېل شوې، هېچا له دې انکار نه کاوه چې ایران دې د روسيې په شان یو مرکزي لوبغاړی وي.

کله چې پر ایران د نړیوالو بندیزونو د لېرې کېدو ورځ رانژدې شوه، لوېدیځو ډېپلوماټانو خبرداری ورکړ چې په لنډې مودې کې ښايي د بندیزونو لېرې کېدل کوم لوې بدلون رامنځته نه کړي، ځکه چې بهرني شرکتونه به ډېر وخت ته اړتیا ولري چې ایران سره د تجارت لپاره ېې باور بیا را پيدا شي، له دې وېرې چې د امریکا د قوانینو له مخې به یو شمېر بندیزونه پر ایران پاتې وي.

خو په حقیقت کې داسې ښکاري چې د ټولې نړۍ سوداګر د ایراني بازار د یوې ټوټې ترلاسه کولو ته لېواله دي.

داسې ښکاري چې د نړیوال اقتصاد په دې مخ په زوړي حالت کې، له ایران سره د اړیکو بیا برقرارولو لرلید، او د هغې د اقتصادي بنسټونو بیا ودانولو، د ټرانسپورټي اړیکو بیا نوي کولو او ۸۰ ميلیونو ایراني مشتریانو ته چې بهرنیو مالونو ترلاسه کولو ته تږي دي، د خدمتونو برابرول، یو ډېر په زړه پورې لرلید دی.

اسیايي هيلې

لوېدیځ ډېپلوماټان وايی تراوسه ډېر داسې مسایل شته چې په کې د ایران رویه تر پوښتنې لاندې ده، د بشري حقونو په اړه روېې نه نیولې بیا ترډېرو اعدامونو، او د سیمه ییزو نښتو اور ته تر لمن وهلو پورې.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ایران د تیلو ټانکرونو ته به بیا اړتیا پېدا شي

او په نړیواله کچه، د بندیزونو لېرې کېدل او ایران سره بیا اړیکي جوړول ښايي د ځینو په ګټه تمام شي خو د ځینو نورو لپاره به د ستونزو او نامعلوم حالت په معنا وي.

د ایران دننه، فکر کېږي چې محلي فساد او د اقتصاد نا سم مدیریت هغومره د ایران د اقتصادي ستونزو سبب شوی څومره چې سزا ورکونکي نړیوال بندیزونه شوي دي.

خو روښانه نه ده چې ایا ولسمشر روحاني به وکولاې شي د بندیزونو لېرې کېدو څخه په ګټې اخیستو، لوړ انفلاسیون او د بې کارۍ او بې روزګارۍ لوړه کچه پاې ته ورسوي که نه.

سره د دې چې ایران به اوس کولاې شي بيا خپل تېل په نړۍ کې وپلوري خو د اوسنۍ ټیټې بیې له امله به ېې ګټه دومره نه وي لکه چې هیله ېې کوله.

د ولسمشر روحاني (او همدا رازپه لوېدیځ کې د هغو کسانو لپاره چې هیله کوي هغه به د اوږدې مودې لپاره په تهران کې د یوې لوېدیځ پلوې تګلارې استازیتوب کوي) لپاره ګواښ دا دی چې که اقتصادي وده لږه وي، کېدای شي د ولسي مایوسۍ سبب شي، او سخت دریځه مخالفین ېې ښايي ورڅخه ګټه واخلي.

د تېلو نورو تولیدونکو لپاره، دا لرلید چې د ایران اومه تیل به بیا په ډېره پیمانه د نړۍ بازارونو ته راځي، هم د اندیښنې سبب دی. له سعودي عربستانه تر وینزویلا، برازیل او روسيې پورې، هېوادونه همدا اوس د تېلو عایداتو د کمښت له امله ځورېږي.

خو، د هایدروکاربنونو د خالصو واردونکو لپاره، د ایراني تېلو زیاتېدل یو ښه خبردی. داسې فکر کېږي چې اسیايی حکومتونه له چینه نیولې ترجاپان، جنوبي کوریا او هندوستان پورې، د ایراني تېلو د رانیولو معاملو لپاره په انتظار کې دي.

چین، چې په نړۍ کې د منځني ختیځ د تېلو تر ټولو ستر واردونکی دی، ځانګړې دلچسپي لري. ولسمشر شي جین پین سیمې ته د یو نادره سفر په درشل کې دی، چې ایران، سعودي عربستان او مصر ته به ځي.

خو داهم روښانه ده چې د چین حکومت په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله هم اندېښمن دی، د هغو هېوادو له خوا چې وېرېږي یو نوی ځواکمن شوی ایران به د هغوې ثبات او امنیت لپاره ګواښ پېښ کړي.

نوي خطرونه

د ایران زوړ دښمن، اسراییل، د تهران د نیتونو په اړه ژوره اندېښنه لري.

خو ښايي تر ټولو زیات اندېښمن به سعودي عربستان وي، چې په دې وروستیوکې کې ېې وروسته له هغې نه ایران سره اړيکې پرې کړل چې د ایراني بدماشانو یوې ډلې په تهران کې د سعودي عربستان پرسفارت باندې برید وکړ او وېې سوځاوه. بریدکوونکو اعتراض کاوه چې سعودي حکومت ولې یو شیعه روحاني شخصیت اعدام کړی دی.

تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دا مناقشه به تر کومه حده پورې پرمخ لاړه شي.

لوېدیځ ډېپلوماټان چې د دواړه خواوو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کوي وايي هیله من دي چې نه به تهران او نه به ریاض خپله مناقشه دومره پر مخ بوزي چې د سورېې د سولې پروسې یوه بله نازکه هڅه ویجاړه کړي.

خو یو څه شک شته دی چې که څه هم د اوس لپاره به د ایران اټومي ګواښ له منځه تللی وي، خو د منځني ختیځ ثبات تر اوسه نه دی ترلاسه شوی، او د شیعه ایران او په خلیج کې دهغې سني ګاونډیانو، تر منځ ژورېدونکی درز، د نویو خطرونو رامنځته کېدو سبب کېدای شي.