نواز شريف د ايران او سعودي د منځګړيتوب لپاره تهران ته تللی

د انځور حقوق ISNA

د پاکستان لومړی وزير محمد نواز شريف د سعودي له چارواکو سره تر ليدنې وروسته تهران ته تللی. د دغه سفر اصلي موخه د سعودي او ايران تر منځ منځګړيتوب دی.

کله چې سعودي شیعه دیني عالم نمر النمر اعدام کړ او په تهران کې د سعودي پر سفارت قهرجنو ایرانیانو برید وکړ، د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی خطرناکې کچې ته لوړ شو.

د رياض او تهران تر منځ د اړيکو خرابېدو له امله سعودي له ايران سره ډېپلوماټيکي اړيکي شلولې او خپل ډېپلوماټان يې له تهران څخه ايستلي دي.

په دغه سفر کې له ښاغلي نواز شريف، سره د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف سربېره يو شمېر نورو مشرانو هم ګډون درلود.

د ايران د دفاع وزير محمد دهقان د تهران مهر اباد هوايي ډګر کې د ښاغلي نواز شريف هرکلی کړی دی.

ټاکل شوې چې د پاکستان د لومړي وزير او د ايران د ولسمشر لومړي مرستيال اسحاق جهانګيري تر منځ خبرې وشي او وروسته به نواز شريف د ايران له ولسمشر حسن روحاني سره هم وګوري.

پاکستان چې له ايران سره نژدې اړيکي لري، يو له هغو هېوادونو دی، چې د سعودي او ايران تر منځ د کړکېچونو له کبله يې منځګړيتوب منلی و.

ويل کېږي نواز شريف لومړی بهرنی مشر دی، چې پر ايران د لګېدلو اقتصادي بنديزنو له لرې کېدو وروسته ايران ته سفر کوي.

هيله ده، چې ايران ته د پاکستان د لومړي وزيز له سفر وروسته به دغه دواړه هېوادونه په اقتصادي برخه کې هم خبرې وکړي.

ورته مطالب