"د سولې خبرو کې بايد د ښځو حقونه قرباني نه شي"

Image caption د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، له وسله والو مخالفانو سره د سولې په خبرو کې د ښځو د حقونو خوندیتوب ورته لومړیتوب لري

په افغانستان کې د ښځو حقونو یوه ملاتړي بنسټ په دغه هېواد کې د سولې اړوند پرېکړو کې ښځو ته د "کمې" ونډې په ورکولو، اندېښنه ښودلې.

د ښځو او ماشومانو د حقونو څېړنیز بنسټ د یوه راپور په خپرولو سره په دې بهیر کې د ښځو د شتون پر وړاندې شته خنډونو ته په اشارې سره ویلي، "جدي اندېښنه دا ده چې د سولې بهیر کې د ښځو حقونه او د تېرې یوې لسیږې لاسته راوړنې قرباني نه شي."

د افغانستان د سولې عالي شورا بیا د دغو اندېښنو په غبرګون کې ويلي دي چې له وسله والو مخالفانو سره د سولې په خبرو کې د ښځو د حقونو خوندیتوب ورته لومړیتوب لري.

د ښځو او ماشومانو د حقونو دې څېړنیز بنسټ طالبان د سولې په بهیر کې د ښځو له ونډې سره په مخالفت تورن کړي او ویلي یې دي چې دې کار دا اندېښنه رامنځته کړې چې ښایي "د ښځو پر حقونو سیاسي معامله وشي."

سید ولي ناصر چې دغه ۴۲ مخیز راپور یې لوستی، له کابله په خپل رپوټ کې کاږي چې دغه بنسټ ټینګار کړی، چې وسله والو مخالفانو سره د سولې په تړاو په هره غونډه کې ښځو ته ونډه ور کړل شي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د ۶۹ غړو له ډلې ۹ یې ښځې دي، همدارنګه د دغې شورا په ولایتي واحدونو کې هم ۷۲ مېرمنې کار کوي.

خو د ښځو او ماشومانو له حقونو د ملاتړ بنسټ مشره زرقا یفتلي وايي، د سولې په عالي شورا کې د ښځو شتون سره سره ، د سولې په تړاو په څلوراړخیزه ناسته کې کومې ښځې ګډون نه و کړی.

"هغه څلور اړخیزه ناسته چې پرون کابل کې جوړه شوې وه، یوې ښځې هم په کې ګډون نه و کړی. له بده مرغه په وروستیو وختونو کې د سولی بهیر کې د ښځو ونډه ډېره کم رنګه شوې او دا عمل زموږ د اندېښنې لامل شوی."

د انځور حقوق AP
Image caption د افغان سولې په اړه راتلونکې غونډه به په اسلام اباد کې جوړېږي

اغلې یفتلي وایي، که افغان حکومت غواړي د سولی لپاره تګلاره ولري، نو د دې کار لپاره د ښځو ګډون هم اړین دی.

تر دې وړاندې د سولې په تړاو په ځینو بهرنیو غونډو کې ښځو ګډون کړی، خو د افغانستان د بشري حقونو د څار ادارې هم په وروستیو کې ویلي، د سولې په بهیر کې ښځو ته کارنده ونډه نه ده ور کړل شوې.

د اغلې یفتلي په خبره، د تېرو لسیزو په جګړو کې ښځې ښکېلې نه وې، خو ډېره قرباني یې ور کړې ده.

هغه وايي، که د سولې په بهیر کې ښځو ته ونډه ور نه کړل شي، حقونه به یې تر پښو لاندې او بیا به د سیاسي لوبو قرباني شي.

خو د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، له وسله والو مخالفانو سره د سولې په خبرو کې د ښځو د حقونو خوندیتوب ورته سره کرښه ده.

د سولې شورا مشاور اسماعیل قاسمیار بي بي سي ته وویل، د سولې په بهیر کې د ښځو په حقونو څوک هم سترګې نه شي پټولى.

"زه غواړم دا ووایم چې واقعيتونو ته په کتو، د طالبانو نظر باید بدلون ومومي. دا رښتیا خبره ده چې موږ ووایو طالبانو په خپل حکومت کې ښځو ته د کار کولو اجازه نه وه ورکړې، خو دا اصلا منطق نه لری چې د سولي بهیر د نارینه وو بهیر وبلل شي. نو دغسې چې وي جګړه هم د نارینه وو بهیر دی."

د افغان دولت ټینګار دا دی چې د سولې په خبرو کې ښځو ته هم ونډه ور کړي، خو د سولې بل لوری چې وسله والو مخالفان دي، تر اوسه یې د سولې په بهیر کې د ښځو د ګډون او نه ګډون په اړه څه نه دي ویلي.

ورته مطالب