د بي بي سي پښتو تلويزون نوې خپرونې پيل شوې

د بي بي سي پښتو تلويزيون له تېرو دوو کلونو خپرونې کوي.

دا خپرونې د ١٥ دقيقو لپاره د شمشاد پر تلويزيون د مازديگر په پنځه بجې خپرېدې.

خو د ليدونکو غوښتنو سره سم بي بي سي د نړۍ دا وخت نيم ساعته تلوېزوني خپرونه پيلوي.

د خپرونې وخت هم د افغانستان پر وخت د مازديگر له پنځو بجو د ماښام شپږو ته اوښتى دى.

د افغانستان لپاره د بي بي سي خپرونو مشره، مينه بکتاش وايي" افغان ټيم په راديو، تلويزون او انلاين، پښتو او دري خپرونو سره اورېدونکو او ليدونکو ته تازه معلومات ورکوي، زه ډېره خوشحاله يم چې د نړۍ دا وخت خپرونې سره د تلويزون پروگرامونه پراخېږي".

په افغانستان کې د بي بي سي پښتو تلويزيون ملگرې رسنۍ شمشاد ټلويزيون دا خپرونې خپروي.

شمشاد به دا خپرونه د ماخوستن په ١١ بجې تکراروي.

د شمشاد تلويزون فضل کريم فضل وايي "شمشاد تلويزون په افغانستان کې يو تر ټولو پر مخ تللى تلويزون دى، ټول هېواد کې يې جال غوړېدلى او په ټول افغانستان کې ليدونکي لري . د شمشاد تلويزون او بي بي سي پښتو تلويزون ترمنځ د ملگرتيا له لارې د نړيوالو خبرونو برخې غښتلې کولو سره دواړو د نوو ليدونکو پام ځانته راگرځولى دى. ښاغلي فضل هيله وښودله چې د بي بي سي پښتو تلویزون (نړۍ داوخت )په لېدو سره به د شمشاد تلويزون او بي بي سي او مخاطبانو تر منځ اړيکي نورې هم غښتلې شي.

د نړۍ دا وخت تلويزيوني خپرونه به هره پنجشنبه د ليدونکو نظرونه د (ستاسو غږ) په خپرونه کې خپروي.

د اوونۍ اووه سره ورځې خپرېدونکې نړۍ دا وخت د افغانستان، سيمې او نورې نړۍ له وروستيو خبرونو او شننو سره څنگته د ساينس، ټيکنالوژۍ، سوداگرۍ ، لوبو او وروستيو پرمختياوو په باب رپوټونه، خبرونه او مرکې وړاندې کوي.