د زړه بې نظمه ټکانونه د نارینه وو پر تله د مېرمنو لپاره ډېر خطرناک

د انځور حقوق SPL
Image caption د نارینه وو پر تله د زړه پر رنځ د هغو مېرمنو اخته کېدو احتمال ډېر دی، چې د زړه ټکانونه یې بې ترتیبه وي

په یوه څېړنه کې معلومه شوې، چې د زړه بې نظمه ټکانونه د نارینه وو پر تله د مېرمنو لپاره ډېر خطرناک دي. دغه شننه کې ۳۰ څېړنې شاملې دي او دغو څېړنو کې له ۴۰ لکه د ډېرو ناروغانو په اړه معلومات شامل کړل شوي دي.

شننه ښيي، هغه ښځې، چې په ایټریئل فائبر لیشن ' اي ایف ' یا له ظاهرې علاماتو پرته د زړه په عضلاتو یا پلو کې د بې نظمۍ په رنځ اخته وي، د زړه سخت رنځ یا حملې خطر ډېر کېدای شي.

وايي دغسې مېرمنو ته د ایف اي درمل ډېره ګټه نه رسوي او یا یې هم تشخیص د نارینه وو پرتله ناوخته کېږي.

د انځور حقوق SPL
Image caption بریتانیا کې نژدې یو میلیون خلک اي ایف لري او پر نبض د ګوتو څوکو له ښوولو سره دا خپله هم معلومیږي

د اکسفورډ پوهنتون کونر ایمډن او ملګرو یې طبي مجلې بي ایم جي ته ویلي، د دې یو لامل دا کېدای شي، چې د نارینه وو پر تله د بې نظمه ټکانونو درلودونکو مېرمنو درملنه لږ کېږي.

ماهرین وايي ډاکټران باید له تشخیص نه خبرو وي، چې د ممکنه ژغورنې لړ کې ډېره څه وکړل شي.

بریتانیا کې نژدې یو میلیون خلک اي ایف لري او پر نبض د ګوتو څوکو له ښوولو سره دا خپله هم معلومیږي.

البته د زړه ټکانونو تسلسل کې کله ناکله بې ترتیبي، چې کله د زړه ټکان نه محسوسیږي یا کله ناکله په یوه ځای د دوو ټکانونو محسوسول وايي، د اندېښنې وړ چاره نه ده.

خو ماهرین وايي که ستاسې د زړه ټکان پرلپسې همداسې وي، باید له ډاکټر سره یې په اړه خبرې وکړئ.

د انځور حقوق bbc
Image caption که پرلپسې د زړه ټکانونه بې نظمه وي، باید له ډاکټر سره مشوره وشي

ماهرین وايي د درملو په وسیله ایف اي کنترولیږي او د زړه حملې احتمال هم کمېدای شي. دوی وايي هغه کسان، چې په دغه ناورغي اخته وي د زړه چیمبر پورته برخه کې چې ایټریا بلل کېږي، ناڅاپه لنډوالی راځي، وايي کله دغه چاره دومره په چټکۍ کېږي، چې د زړه پلو ته دوه ځلې د پراخیدو تر منځ د کرار موندلو فرصت نه پاتې کېږي.

د برتانیا هارټ فاونډېشن جون ډېوېسن په خبره هغومره چې اړینه ده په نارینه او ښځينه وو کې د اي ایف تشخیص نه کېږي او وايي په دې اړه د لا نورو څېړنو اړتیا شته.