د روسيې پخوانى جاسوس"ښايي د ولسمشر پوتين په امر" وژل شوى وي

په برتانيا کې يوې خپلواکې پلټنې موندلې ده چې د روسيې پخوانى جاسوس، الکساندر لیتوینینکو، د روسېې د استخباراتو لخوا وژل شوى اوکېدى شي چې خپله ولسمشر ولاديمير پوتين ددې عملياتو امر کړى وي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption الکساندر لیتوینینکو په ١٩٩٨ کال کې مسکو کې د خبري کانفرانس پر مهال، دى هغه وخت د روسېې د استخباراتو يو افسر و.

الکساندر لیتوینینکو ١٠ کاله وړاندې له زهرجنو راډيو اکتیفو توکو په يو ورو او دردوونکي مرګ مړ شو. د يو داسې څه قربانی چې د لندن پر سړکونو د اتومي ترهګرۍ عمل بلل شوی و.

اوس نزدې يوه لسيزه وروسته څه ځوابونه رابرسېره شوي دي. يو یې هم له کرېملېن سره د شوني مخامخ تړاو خبره ده. مسکو غبرګون کې چټک و.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د دې پلټنې پايلې رد کړې، اړخيزې او ناروښانه يې بللې دي

يو کس چې لوی شک پرې کېږي دا کار يې ترسره کړي وي هغه اندري لوګووی دی. دى اوس د روسیې پارلمان غړی دی، ده دا خبره چې ښاغلی لیتوینینکو یې وژلی، بې معنا بللې ده. دی له دوهم شکمن ډميټري کوټون سره په ګډه، د لندن هغه هوټل کې پر څارونکې کامرې ليدل شوى و، چې پر ښاغلي لیتوینینکو په کې د زهرو بريد شوی و. دواړو يې تل په مړينه کې د هر ډول رول خبره رد کړې ده. لیتوینینکو له دوی سره بار کې ناست و. د پوليسو دې انځور کې تياره بانجاني برخه له پولونيمه ، او هم له هغې چاينکې چې لیتوینینکو ته وروړل شوې وه، د راډيواکټيفې زهرو کچه ښيي.

د راپور له خپرېدو مخکې د ښاغلي لیتوینینکو زوی ويلي و د ريښتيا موندل يوه مهمه خبره ده" که واقعيت ته ورګورئ، پولونيم د وژلو يوې وسلې په توګه کارول شوی، د اتومي توکي يوه بېلګه چې نامعلوم شمېر خلک وژلی شي، مهمه خبره د دې روښانول دي، چې د دې وژنې تر شا څوک وو، چا پلان کړې او چا یې امر کړی و".

روسيې په ډاګه ويلي دا د بريتانيا يوه جنايي قضيه ده، او له روسيې سره څه تړاو نه لري. په وژنه د شکمنو کسانو سپارل، چې روسيه کې خوندي څېرې دي، کومه شونې خبره نه ښکاري.