هند کې بندیانو ته د وروستي ملاقات اجازه

په هندوستان کې د حکومت د نویو لارښونو له مخې به له دې وروسته هغه کورنۍ چې غړی یې د مرګ له جزا سره مخامخ وي کولای شي چې تر اعدامیدو دمخه ورسره وګوري. دا په هندوستان کې د بدنامو زندانونو د عصري کولو په لړ کې اخیستل شوی ګام دی. په هندوستان کې ٤٠٠ زره کسان زندانونو کې بندیان دي او له دې ډلې نیمايي یې د محاکمې په انتظار دي.

د نویو تګلارو له مخې به د زندان چارواکي هغو بندیانو ته له خپلو کورنیو سره د وروستۍ لیدنې اجازه ورکوي، چې په مرګ محکوم شوي دي. همداراز دوی ته به د بند د مودې په ټولو پړاوونو کې قضايي او حقوقي مرستې هم برابرېږي.

تېر کال د یوه بندي کورنۍ ته اجازه ور نه کړل شوه، چې د هغه له اعدامېدو دمخه ورسره وروستی ملاقات وکړي. دی د مومبۍ د ۱۹۹۳ کال د بمي بریدونو په طرحه کولو کې ښکېل بلل شوی و. همدغسې چلن له یوه کشمیري سړي سره هم شوی و، چې د هند پر پارلمان د برید په تړاو په ۲۰۱۳ کال کې اعدام شو.

په دغو نویو وضع شویو مقرراتو کې همدراز راغلي، چې په ټولو زندانونو کې به د قانوني سلا او مرستې ادارې جوړې شي. د دغو خونو د جوړېدو موخه له بېوزلو بندیانو سره د محاکمې په بهیر کې مرسته ده.

له دې لارې په ځانګړي ډول د هغو بندیانو لاسنیوی کېږي، چې د محاکمې بهیر ته په تمه وي. په هندي زندانونو کې تر ٢٣٠٠٠٠ ډېر دا ډول بندیان شته، چې د محاکمې تر بهیر لاندې دي. په دوی کې ډېر د دغه هېواد د قضايي سېستم د ورو والي له کبله په میاشتو میاشتو او آن کلونو د محاکمو د بهیر تر سره کېدو ته په تمه وي. په نویو سمونونو کې همداراز د ښځینه بندیانو لپاره ځانګړې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي. په دې کې د دغو بندي مېرمنو د ماشومانو پالنه او د جنسي تاوتریخوالي د کابو کولو په موخه د زندان د کارکوونکو او چارواکو ځانګړې روزنه شامله ده.