"امريکا او ترکيه د سوريې لپاره د پوځي حل لټه کوي"

د انځور حقوق EPA
Image caption د امریکا د ولسمشر مرستيال جو بايډن د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوګان سره ليدلي

د امريکا د ولسمشر لومړي مرستيال جوبايډن ويلي، ترکیه او امريکا تيار دي چې د سوريې د ستونزې د حل لپاره په هغه صورت کې چې "سياسي حل ناشوني وي له پوځي هغه کار واخلي".

ښاغلي بايډن ویلي، سياسي حل به غوره وي، که چېرې دا ناشونی وي، امريکا به نورې لارې خپلې کړي.

همدا ډول جوبايډن، ترکيې ته د خپل سفر په ترڅ کې ويلي، "د امریکا له نظره د کوردستان کارګر ګوند پي کې کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې (داعش) په څېر د ترکيې لپاره يو لوی خطر ګنل کېږي."

ښاغلي بايډن پي کې کې ګوند د يوې ترهګرې ډلې په توګه ياد کړی او ویلي يې دي، ترکيې د خپلو وګړو د ساتنې لپاره هره لازمه کړنه ترسره کړې ده.

دغه څرګندونې د ښاغلي بايډن له خوا پر ترکیې د بيان د ازادۍ په تړاو له ګوتنيونو يوه ورځ وروسته شوې دي.

وړاندې ښاغلي بايډن دغه هېواد کې خبريالانو ته ګواښونه، د خواله پر رسنيو بنديز او د حکومت مخالفو سياسي څېرو پر نيولو نيوکه کړې وه.

په تېرو څو مياشتو کې د ترکیې په جنوب ختيځ کې هغه سيمې چې کوردان په کې اوسېږي، د پي کې کې او د ترکیې د امنيتي ځواکونو ترمنځ خونړۍ جګړې په کې شوې دي.

د راپورونو له مخې د ترکيې پوځ په کورد مېشتو سيمو کې جنګي وسايل او ټانګونه ځای پر ځای کړي دي.

د ترکيې پوځ او د کوردستان کارګر ګوند پي کې کې، تر منځ اوربند دوه کاله دوام درلود، خو د تېر کال جون مياشت کې دغه اوربند مات شو.

د امریکا د ولسمشر مرستيال ترکيې ته په خپل سفر کې د دغه هېواد له ولسمشر رجب طيب اردوګان او لومړي وزير احمد داود اوغلو سره کتلي او خبرې يې کړې دي.

ورته مطالب