د توت عنخ آمون مجسمې ته زیان اړولو له کبله موزیم کارکونکي محاکمه کېږي

د انځور حقوق AP

د مصر رسنۍ وايي په قاهره کې د مرکزي موزیم اته کارکوونکي له دې امله محاکمه کېږي چې د توت عنخ آمون د مجسمې د ږیرې د نښلولو پر مهال یې د دغه مشهور تاریخي اثر نقاب ته زیان اړولی.

دوی د وظیفوي غفلت او د مسلکي اصولو د نه مراعات کولو په تور محاکمه کېږي.

یو کال وړاندې په دې اړه څیړنې پیل شوې وي، چې ولې د دغې درې زره کلنې لرغونې مجسمې ږیره جلا شوې وه او بیا په بېړه په سریښ بېرته نښلول شوې وه.

دغه نقاب د یاد موزیم له خورا مشهورو توکو یو دی او هر کال یې لیدو ته زرګونه سیلانیان ورځي.

قاهره موزیم ۱۹۰۲ کال کې پرانیستل شو او پکې ۱۶۰ زره لرغوني اثار ساتل شوي دي. ماهرینو د مجسمې ږیرې بېلتون لپاره یو شمېر توجیهات وړاندې کړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption دغه نقاب د یاد موزیم له خورا مشهور توکو دی او هر کال یې لیدو ته زرګونه سیلانیان ورځي

یو نظر دا دی، چې ږیره په حادثاتي توګه بېله شوې، خو ځیني نور بیا به دې باور دي، چې ښايي د نښلونکې مادې وخت تېر شوی وي.

منصفه پلاوی وايي، د موزیم کارکونکو د خپلې تېروتنې پټولو لپاره ' بې پروايي ' کړې او د پریمانه سريښو په وسیله یې ږيره بېرته په مجسمې پورې نښلولې.

دوی دا هم وايي، چې درې ځله د مجسمې د ږیرې نښلولو نابریالۍ هڅه شوې او د مخکنیو تېروتنو پټولو هڅه هم شوې.

د توت عنخ مجسمې د ږېرې پرې کېدو موضوع هغه برالا شوه، چې پر انټرنېټ یې خپرو شویو تصویرونو کې د ږیرې شاخوا نښلونکې ماده د یوې کرښې په بڼه ولیدله شوه.

د تېر کال اکتوبر کې د یوه جرمن ماهر په مشرتابه یوې ډلې د مجسمې زرین فلزي نقاب بېرته په خپل اصل حالت ورغاوه.