د اردن پوله ساتونکو ځواکونو له سوریې ورغلي قاچاقبر وژلي

د انځور حقوق Reuters
Image caption اردن له سوریې سره چې پکې خونړۍ کورنۍ جګړه روانه ده، خپله ګډه پوله په کلکه څاري

اردن کې پوځي چارواکي وايي، د دغه هېواد پوله ساتونکو لږ تر لږه هغه ۱۲ کسان په ډزو وژلي دي، چې غوښتل یې له سوریې نه اردن ته ننوځي.

دوی وايي له پولې اوښتونکي دغه یو شمېر کسان وسله وال وو او وايي، یو شمېر یې وتوانیدل بېرته سوري لوري ته وګرځي.

پوله ساتونکو دوه میلیونه داسې ګولۍ ( تابلیټونه ) موندلي، چې د مخدرو موادو په توګه کاریږي.

پوځ وايي، معمولاً هغه کسان دروي، چې په سارايي سیمه کې د سوريې او اردن له خپل منځي پولې اوړي.

خو دوی وايي دا په تېرو میاشتو کې تر ټولو ناوړه پېښه ده، چې په سیمه کې رامنځته شوې.

پوځیانو په دې اړه څه نه دي ویلي، چې متقابلې ډزې کومه سیمه کې شوې دي.

اردن له سوریې سره چې پکې خونړۍ کورنۍ جګړه روانه ده، خپله ګډه پوله په کلکه څاري.

اردن له ملګرو ملتونو سره له ثبت شویو څلور اعشاریه ۳۹ میلیونو سوري کډوالو نه د ۶۳۳ زره کسانو کوربتوب کوي.

ملګري ملتونه وايي د سوریې او اردن پر پوله د ایسار پاتې کسانو شمېر دا وروستیو کې ۱۷۰۰۰ کسانو ته زیات شوی.