واورین توپان: نیویارک کې د ژوند چارې په ټپه درېدلې

د انځور حقوق AP
Image caption د یکشنبې په ورځ چې واروین توپان د واشنګټن ډي سي له سیمې تېریږي، ښايي دغه سیمه کې تر څه باندې ۷۶ سانتي مترو پورې واروه واوري

د امریکا په ختیځو ایالتونو کې د اوسني مهال بې ساري واورین توپان له کبله د ورځني ژوند چارې په ټپه درېدلې.

تر اوسه د دغه هېواد په ۲۰ ایالتونو کې تر ۸۵ میلیونو پورې کسان د دغه توپان له کبله اغیزمن شوي دي.

د جمعې په ورځ د واورې اورښت پیل شو او ځینو سیمو کې ان تر ۹۰ سانتي مترو پورې واوره اورېدلې.

تر اوسه د واورین توپان له کبله د ۱۰ کسانو مړینه تایید شوې او په ۱۱ ایالتونو کې بېړنیز حالت اعلان شوی دی.

د نیویارک ښاروال بیل ډي بلاسیو وايي، کېدای شي تر دوه فټه پورې واوره وشي او وايي دا ښايي د یاد ښار تاریخ کې تر ټولو ناوړه واورین توپان شي.

د شنبې په ورځ نوموړي یوې خبرې غونډې کې له ښاریانو وغوښتل، چې له واټونو لرې واوسي:

د انځور حقوق AFP

''دا ډېره ناوړه حالت دی او شېبه په شېبه ډېره ناوړه بڼه خپلوي.''

نوموړي په یوه فرمان کې د شنبې ماسپښین له دونیمو بجو ورسته له سختې اړتیا پرته پر هر ډول سفر کولو بندیز لګولی.

د توپان له کبله لسهاوو زره کورونه له برېښنا محروم دي او کانټاکي ایالت کې، چې تر ټولو ډېره واروه پکې اورېدلې زرګونه ګاډي په لویو لارو کې ایسار پاتې دي.

د یوه اټکل له مخې ویل کېږي، چې په واورو کې د ایسارو ګاډو کتار نژدې ۵۶ کیلومترو ته رسیږي. د هوا پېژندنې ادارو وړاندیونه کړې، چې د یکشنبې په ورځ چې واروین توپان د واشنګټن ډي سي له سیمې تېریږي، ښايي دغه سیمه کې تر څه باندې ۷۶ سانتي مترو پورې واروه واوري.

د انځور حقوق epa

واشنګټن کې د بي بي سي خبریاله لورا بېکر وايي، داسې معلومیږي، چې ښار مخ پټ کړی دی.

ښاریانو ته ویل شوي، چې د توپان تېرېدو تر مهاله یو خوندي ځای ومومي او پکې پاتې شي. سړکونه، تش دي، رستورانونه او سوپر مارکیټونو کې څوک نه لیدل کېږي.

داسې احتمال څرګندیږي، چې په سویل کې له ارکنساسه بیا په شمال ختیځ کې تر مېساچوسټس پورې به د توپان اغیزې ولیدلې شي.

د نیویارک والي اندریو کیومو په ټول ایالت کې پر سفر د بندیز لګولو امر کړی او وايي، ټول پلونه، تونلونه، تر ځمکې لاندې اورګاډي تم ځایونه او سړکونه باید وتړل شي.

ورجینیا او نیو جرسي د دغه ایالت تر ټولو ډېرې زیانمنې سیمې بللې کېږي.

د جمعې په شپه د توپان پر مهال د ترافیکي پېښو له کبله شمالي کارولینا، کنټاکي او ټینیسي سیمو کې نهه کسان وژل شوي او میریلنډ کې بیا یوه سړي د کور له مخې واوره لرې کوله، چې په ظاهره د زړه سکتې له کبله ومړ.

چارواکي وايي د جمعې او شنبې په ورځو د خراب موسم له کبله له اوو زرو ډېرې الوتنې لغو شوې دي.

د انځور حقوق epa

د امریکا ټینیسي، شمالي کارولینا، ورجینیا، میريلنډ، پینسلوانیا سیمو کې بېړنیز حالت اعلان شوی دی.