د پاکستان د پوځ مشر وايي خپله دنده غځول نه غواړي

د انځور حقوق AFP
Image caption جنرال راحيل شريف په ٢٠١٣ کال کې د لوى درستيز په توگه ټاکل شوى و.

پاکستان لوى درستيز، جنرال راحيل شريف، ويلي دي چې د خپلې پوځي دندې غځول نه غواړي او په وخت سره به تقاعد کېږي.

دپاکستان د پوځ وياند جنرال عاصم باجوه په خپل ټويټر کې ليکلي دي" جنرال راحيل شريف ويلي دي چې زه د دندې په غځولو باور نلرم".

د پاکستان د پوځ د مشر کاري موده د روان کال د نومبر په مياشت کې پاى ته رسېږي. خو له ډېرو ورځو په د اړه بېلابېل گونگسي روان وو.

جنرال باجوه وايي چې د پوځ مشر به په ټاکلې موده تقاعد کېږې.

جنرال شريف د ٢٠١٣ کال په نومبر کې د پوځ د مشر په توگه ټاکل شوى و. ددې نه وړاندې پرويز اشفاق کياني لوى درستيز و چې د پيپلز پارټۍ په حکومت کې يې د مشرۍ موده غزول شوې او په دې ډول يې شپږو کالو لپاره د پوځ مشري وکړه.

کله چې راحيل شريف په دنده گومارل کېدو د سابقې له پلوه هغه دريم ځاى کې و، خو په نورو هغۀ ته لومړيتوب ورکړ شوى و.