ډنمارک له کډوالو د ارزښتناکو توکو د اخيستو قانون تصويب کړ

د انځور حقوق AFP
Image caption دغه قانون چارواکو ته حق ورکوي چې د پناغوښتونکو نغدې پيسې او هغه توکي چې تر ۱۵۰۰ ډالرو زيات ارزښت ولري ترې واخلي.

د ډنمارک پارلمان له پناه غوښتونکو د پيسو او ارزښتناکو توکو د اخيستو ناندره ييز قانون منظور کړی، د نوموړي هېواد پارلمان په غوڅ اکثريت سره دغه قانون تصويب کړ.

چارواکي وايي د دې قانون موخه د کډوالو د لګښتونو پوره کول دي.

د دغه نوي قانون له جوړېدو وروسته د ډنمارک سرحدي پوليس کولای شي د کډوالو قيمتي مالونه ونيسي او له جګړې تښتېدلي کډوال به له دريو کلونو صبر وروسته وکړای شي خپله کورنۍ ور وغواړي.

شنونکي وايي د نوی او ناندريز پلان له مخې، ښي اړخی حکومت غواړي دکډوالو حقونه را کم کړي. دغه قانون چارواکو ته حق ورکوي چې د پناغوښتونکو نغدې پيسې او هغه توکي چې تر ۱۵۰۰ ډالرو زيات ارزښت ولري ترې واخلي.

په دغو توکو کې به د واده ګوتمۍ او نور يادګاري شيان نه وي شامل.

کله چې دغه قانون په لومړي ځل وړاندې شو په ډنمارک کې د ننه او بهر له نيوکو سره مخامخ شو، ځينې خلک او ډلې دا د اروپايي بشري حقونو خلاف بولي.

ملګرو ملتونو خبردای ورکړی چې دا به له بهرنيانو وېره او کرکه لا زياته کړي او پر دغه قانون يې کلکې نيوکې کړې دي.

ورته مطالب