"کابل دې د باچا خان پر پوهنتون بريد کې ښکېلو کسانو پر ضد ګام واخلي"

د انځور حقوق AP
Image caption د باچا خان پوهنتون بريد کې ۲۰ کسان وژل شوي وو

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په اسلام اباد کې د افغانستان سرپرست سفير، عبدالناصر يوسفي ور بللی او ترې غوښتي يې دي چې په چارسده کې د باچاخان پر پوهنتون بريد کې د ښکېلو کسانو په اړه ګام واخلي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند په وينا، افغان حکومت ته يې د بريد په اړه معلومات وړاندې کړې دي.

د وياند په وينا دغه بريد د افغانستان په خاروه پلان شوی و او د دغه هېواد سيم کارټونه په کې کارول شوي وو.

د بهرنيو چارو وزارت د وياند په وينا، د افغانستان دسفارت د سرپرست له لارې يې "له افغان حکومت څخه غوښتي چې په دغه بريد کې ښکېل کسان د قانون منګولو ته وسپاري او د پاکستان سره په دې برخه کې همکاري وکړي".

د دې نه وړاندې هم پاکستان ادعا کړې وه چې د باچاخان پر پوهنتون بريدګر دتيليفون له لارې افغانستان کې د پاکستاني طالبانو غړو سره په تماس کې وو، خو افغان حکومت دا ادعا رد کړې وه.

د جنورۍ پر ۲۰ چارسده کې وسله والو اورپکو د باچاخان پر پوهنتون بريد کړی و، چې په ترڅ کې يې ۲۰ کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي وو.

څلور بريدګر د امنيتي ځواکونو له خوا په ډزو وژل شوي وو، له پېښې وروسته پوهنتون د يوې نامعلومې مودې لپاره تړل شوی دی.

د دې نه وړاندې د پاکستان لومړی وزير نواز شريف هم ويلي و، چې په دغه بريد کې ځينې افغان کړۍ، يا عناصر ښکېلو وو او د دغسې کسانو په اړه عمليات اړين دي. نوموړي ويلي د پاکستان او افغانستان تر منځ د يو بل پر ضد د خپلې ځمکې د نه استعمالولو تړون شته او پاکستان دغه تړون ته په درنه سترګه ګوري.

پاکستان وايي څلور کسان يې په دغه بريد کې د همکارۍ په تور نيولي او دوه ورځې وړاندې يې رسنيو ته وړاندې کړي وو.

ورته مطالب