هند کې د فيسونو زياتوالي له امله د دريو نجونو ځان وژنه

Image caption دې نجونو له لوړو فيسونو او پوهنځي کې د امکاناتو له نشتوالي شکايت درلود

په هندوستان کې پوليسو د طب د يو غير دولتي پوهنځي د زده کوونکو په فيسونو کې د زياتوالي له امله د دريوو نجونو د ځان وژنې وروسته دوه کسان نيولي دي. دې انجونو تېره اونۍ دپوهنځي له يوې ودانۍ څخه ځان غورځولو سره ځان وژنه کړې وه.

هغوي يو ليک پرېښى و چې په کې ادعا شوې وه " د پوهنځي اداره لوړ فيسونه اخلي، خو د هغې د رسيد پاڼه هم نه ورکوي".

ددې پېښې وروسته زده کوونکو د پوهنځي د ادارې پر ضد اعتراض کې ددې پېښې د پلټنې غوښتنه کړې ده.

د ايس وي ايس يوگا په نوم ددې پوهنځي ١٨ کالنې اى سرانيا، ١٩ کالنې مونيسا او ١٨ کالنې وي پريانکا په خپل وروستي ليک کې تور لگولى و چې د زيات لوړ فيس اخيستو سره سره پوهنځي کې لازمې اسانتياوې او ښوونکي نشته او نه هم سمې زده کړې ورکول کېږي. ۔ دا پېښه د تامل ناډو په ايالت کې رامنځ ته شوې ده. ددې ايالت يوه جيگپوړي پوليس چارواکي بي بي سي ته ويلي دي چې هغوي د پوهنځي دچلوونکي لټون کوي.

دې پوهنځي کې ١٠٠ نجونې زده کړه کوي او هره مياشت د نفر په سر ٥ زره روپۍ د فيس په توگه ورڅخه اخېستل کېږي . د فيسونو د زياتوالي پر ضد تېر کال هم اعتراض شوى و خو څه پايله يې نه وه ورکړې.