چین یو سوېډنی فعال پیتر دالین خوشي کړی دی

د انځور حقوق AFP

یو سوېډنی فعال چې د چین ملي امنیت ته د زیان اړولو په تور نیول شوی و، خوشي شوی دی.

۳۵ کلن پیتر دالین د جنورۍ میاشتې په لومړیو کې د وکیلانو او بشري حقونو د فعالانو د ځپلو په جریان کې نیول شوی وو.

نوموړی تېره اونۍ په دولتي ټلویزیونونو کې راڅرګند شو او اعتراف یې وکړ چې د چین د بشر حقونو وکیلانو نه یې د خپل سازمان د ملاتړ له لارې قانون مات کړی دی.

د انځور حقوق BBC Chinese

د چین سفارت هم تایید کړې چې ښاغلی دالین له چین نه وتلی، خو ډېر جزییات یې نه دي ورکړي.

د سوېډن د بهرنیو چارو وزیرې مارګو والستروم ددې سوېډني تبع د ازادۍ هرکلی کړی، خو د چین لخوا د یوه بل سوېډني د نیول کېدو په اړه یې اندېښنه ښوولې ده.

ګوی مینهای یو بل سوېډني وګړی چې په هانګ کانګ کې یې ژوند کاوه، په هانګ کانګ کې د یوې نشریې اړوند پنځه کسان دي چې په وروستیو میاشتو کې نادرکه شوې دي.

هغه تېرکال په اکتوبر کې په ټایلېنډ کې د رخصتیو تېرولو پرمهال ورک شو.

دی هم څو ورځې وړاندې چین کې د ټلویزیون پر پرده راڅرګند شو او ویې ویل چې ځان یې په داوطلبانه ډول حکومت ته سپارلی دی.

په هانګ کانګ کې ډېرو کسانو فکر کاوه چې دا پنځه کسان د چین د دولت لخوا تښتول شوي او لامل یې هم په یوه انتقادي کتاب کې مطرح شوې ادعاوې دي.

مېرمن والستروم وویل چې "له هغه سره د کتنې او د هغه د وضعیت روښانه تصویر معلومولو لپاره چټکې هڅې روانې دي."