د اسراییلو لومړي وزیر بانکي مون پر "ترهګرۍ هڅولو" تورن کړ

د انځور حقوق AP

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون پر "ترهګرۍ هڅولو" تورن کړ.

نتانیاهو وروسته له هغه خبرې کولې چې ښاغلي بان فلسطینیانو ته په اشارې ویلي وو، ځورېدلي خلک د انساني طبیعت له مخې د اشغال پروړاندې غبرګون ښيي.

خو ښاغلي بان د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې خپلو خبرو کې همداراز پر اسراییلیانو د فلسطینانو د چړو بریدونه غندلي وو.

د تېر اکتوبر میاشتې راهیسې په تاوتریخوالو کې ۱۵۵ فلسطینیان، ۲۸ اسراییلیان، یو امریکایی او یو د اریتره اوسېدونکی وژل شوي دي.

ښاغلي نتانیاهو په یوه بیانیه کې ویلي: "د ملګرو ملتونو د سرمنشي خبرې ترهګرۍ ته هڅول دي. ترهګري هېڅ توجیه نه لري."

د دوشنبې په ورځ د لویدیځې تراډې په یوه یهودي میشت ښارګوټي کې یوه ۲۴ کلنه اسراییلۍ ښځه د چړې په ګوزارونو ووژل شوه. دا په تېرو لسو ورځو کې دا ډول درېیم برید وو.

اسراییل وایي، اکثر فلسطینیان چې په دې موده کې وژل شوي، بریدګر وو او پاتې نور د اعتراضونو او نښتونو په ترڅ کې د اسراییلي سرتېرو په ډزو وژل شوي دي.

د انځور حقوق Getty Images

ښاغلي بانکي مون د امنیت شورا ته ویلي وو چې د وروستیو بریدونو څپه په ځېنو فلسطینیانو په ځانګړې توګه ځوانانو کې د "رټل کېدو او ځورېدو ژور حس" له امله رامنځته شوې ده.

هغه وویل: "د نیمې پېړۍ اشغال تر بار لاندې د فلسطینیانو ناهیلي او د سولې بهیر ټکنی کېدل د ډېرېدو په حال کې دی."

بان زیاته کړه: "لکه څنګه چې له پېړیو او پخوانیو وختونو څرګنده ده، دا د انسان طبیعت دی چې د اشغال پروړاندې غبرګون ښيي او غالبا د کینې او افراطیت ډېرېدو لپاره د مساعدې سیمې په توګه عمل کوي."

ښاغلي بان دا بریدونه وغندل، خو ویې ویل چې د اسراییلو د ښارګوټو جوړولو پروژه، د فلسطین هېواد رامنځته کېدو په تړاو ددې هېواد ژمنه تر پوښتنې لاندې راولي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د دوشنبې په ورځ د لویدیځې تړانګې په یوه یهودي میشت ښارګوټي کې یوه ۲۴ کلنه اسراییلۍ ښځه د چاقو په ګوزارونو ووژل شوه.

خو ښاغلي نتانیاهو فلسطینیان تورن کړ چې د فلسطین هېواد جوړېدو پرضد هڅه کوي.

هغه وویل: "د فلسطینیانو انسان وژونکي نه غواړي هېواد جوړ کړي، هغوی غواړي یو هېواد وران کړي او هغه په لوړ غږ اعلانوي."

نتانیاهو زیاته کړه: "هغوی د سولې لپاره او د بشر حقونو لپاره انسان نه وژني."

هغه وویل، ملګرو ملتونو خپل پې پرې موقعیت او اخلاقي اقتدار کلونه وړاندې له لاسه ورکړی دی.

په ۲۰۱۴ کال کې د دواړو لوریو ترمنځ د امریکا په منځګړتوب د سولې خبرې ناکامې شوې.

فلسطینیانو شکایت درلود چې اسراییل پر هغو ځمکو ښارګوټي جوړوي چې هغه د راتلونکي فلسطین هېواد یوه بولي.

د "اوس سولې" نادولتي ډلې د دورشنبې په ورځ وویل، اسراییلو په لویدیځه تراړه کې د ۱۵۳ یهودیانو لپاره د کورونو جوړول تصویب کړي دي.

دې ډلې وویل، نوې پرېکړه په لویدیځه تراړه کې د ودانیزو چارو ۱۸ میاشتنی غیررسمي توقف پایته رسوي.

ورته مطالب