د فرانسې د عدليې وزيرې استعفا وکړه

د انځور حقوق AFP
Image caption د فرانسې د عدليې وزيرې، کرسټين توبيرا استعفا ورکړه

د فرانسې د عدليې وزيرې، کرسټين توبيرا، پارلمان ته د هغه پلان له استولو لږ وروسته استعفا کړې چې تر مخې به يې له هغه کسانو تابعيت اخېستل کېږي چې چې د ترهګريزو کړنو له امله مجرم بلل کېږي.

اغلې توبيرا له وړاندې دې ناندريز وړانديز سره مخالفت ښودلى و. د تابعيت په تړاو دا وړانديز د نومبر په ١٣ نېټه پاريس کې د ترورستي بريدونو وروسته چمتو شوى و. دې بريدونو کې ١٣٠ کسان وژل شوي وو.

د اغلې توبيرا پر ځاى چې د فرانسې د گوتو په شمېر تورپوستو سياستوالو څخه ده، يان جيک اوراس ټاکل شوى دى. نوموړى د دې ناندريز پلان ملاتړ او د لومړي وزير، مينول ولاس نژدې ملگرى دى.

د دې نه وړاندې د ولسمشرۍ ماڼۍ يوې اعلاميې کې ويلي وو، چې ولسمشر، فرانسوا اولاند د عدليې د وزيرې استعفا منلې ده.

تېره مياشت اغلېتوبيرا ويلي وو چې "دا ناندريز وړانديز به کله هم د ترهګرۍ پر ضد مبارزې کې مرسته ونه کړي".

خو لومړی وزير ويلاس وايي دا سمونونه "د هغه کسانو پر وړاندې يو لوى سمباليک پيغام لري، چې ځانونه له ملي دايرې څخه وباسي".

ملي اسمبلۍ ته د دې پلان د وړاندې کولو پر مهال لومړي وزير د دوگوني تابعيت خبره ياده نه کړه، خو د فرانسې حکومت وړاندې ويلي وو، چې هېڅ څوک بايد "بې هېواده" نه شي، چې د ډېرو په اند داسې ويلو سره حکومت ښودلې چې د دې وړانديز لاندې به يواځې هغه کسان راځي چې دوه گونى تابعيت لري.

ورته مطالب