٢٤ کډوال اروپا ته د رسېدو هڅې کې مړه شوي

د انځور حقوق AP

څلرېشت کډوال د يونان سموس ټاپو سره نزدې د هغوي د بېړۍ له چپه کېدو وروسته مړه شوي دي.

د يونان ساحلي ساتونکي وايي د ١١ کسانو لټون روان دى او ١٠ نور ژغورل شوي دي .

په مړو شوو کې کوچنيان هم شامل دي. پرون هم په ورته پېښه کې اوه کسان په اوبو کې ډوب شوي وو.

روانې مياشتې کې په ټوليز ډول ٢٠٠ کسان له ترکيې څخه د سمندر له لارې اروپا ته رسېدو هڅې کې مړه شوي دي .

تر دې دمه د نوو قربانيانو تابعيت نه دى معلوم، خو هغه کسان چې ددې سفر خطر پر ځان مني د سوريې، عراق او افغانستان له جگړو راوتلي دي.

تېر کال ٨٥٠٠٠٠ کسان له ترکيې څخه د يونان اړونده بېلابېلو ټاپوگانو ته رسېدلي.

د کډوالو د مړينې دا نوې پېښه په داسې وخت کې رامنځ ته شوې ده چې هاليند يوه داسې پلان وړاندې کړى چې ترمخه به يې هغه کډوال چې د يونان ټاپو گانو ته رسيږي بيرته په بېړيو کې ترکيې ته استول کېږي. دهاليند د کارگر گوند مشر ويلي دي چې ددې وړانديز په بدل کې به اروپايي ټولنه هر کال ٢٥٠٠٠٠ کډوال له ترکيې څخه مني . خو اروپايي ټولنې دې پلان ته خپل غبرگون کې ويلي دي چې دې پلان په اړه معلومات نلري او ټولنه بيرته پناه غوښتونکي نه شړي.