ایران او فرانسې د ایرباس ۱۱۸ الوتکو پېرلو هوکړه لیک لاسلیک کړ

د انځور حقوق Reuters

فرانسې ته د ایران د ولسمشر حسن روحاني د سفر په ترڅ کې هوکړه لیک لاسلیک شوی چې له مخې یې ایران د ۲۵ میلیارده ډالرو په ارزښت له فرانسې ۱۱۸ ایرباس الوتکې پېري.

د ایران حکومت هیله من دی چې د اقتصادي بندیزونو په لرې کېدو خپلې اقتصادي ستونزې حل کړي.

ښاغلي روحاني د خپل سفر په لړ کې ايټالیا او فرانسې کې له سوداګریزو پلاوو سره کتلي دي.

د انځور حقوق Air Bus twitter Acc

ایرباس په خپل ټویټ کې ویلي، ایران د خپل هوایي صنعت د ښه والي لپاره ددې شرکت بېلابېلې الوتکې غوره کړې دي.

په فرانسه کې د ایرباس پېرلو د هوکړې پر لاسلیک سربېره د ایران بازارونو ته د پېژو موټرو او ټوټال نفتي شرکت د ورتګ په اړه هم خبرې شوې دي.

د راپورونو له مخې، د ایراني او فرانسوي پلاوو په کتنه کې په ټوله کې په مختلفو برخو کې د همکارۍ ۲۰ سندونه لاسلیک شوې دي.

ولسمشر روحاني فرانسه کې له هغه تر رسمي هرکلي وروسته، له خپل فرانسوي سیال فرانسوا اولاند سره وکتل.

ښاغلي اولاند له روحاني سره په ګډه خبري ناسته کې وویل، له ایران سره د اړیکو ښه والی، هستوي هوکړې ته د ایران په ژمنتیا پورې تړلی دی.

ښاغلي روحاني وویل، د فرانسې ولسمشر ته یې ډاډ ورکړی چې ایران خپلو ژمنو ته ژمن دی او مقابل کې یې نور هېوادونه هم باید ایران سره کړې ژمنې پوره کړي.

ښاغلي اولاند هستوي هوکړې ته په اشارې سربېره وویل، ایران باید د بشر حقونو په برخه کې هم خپلې ژمنې عملي کړي.

د سوریې او لبنان ټیکاو لپاره همکاري او په ټولیز ډول له ترهګرۍ سره مبارزه د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو د خبرو نورې برخې وې.

ورته مطالب