"جرمني کې پر کډوالو بريدونو کې زياتوالی راغلی"

د انځور حقوق EPA

د جرمني پوليس وايي په دغه هېواد کې د کډوالو د اوسېدو پر ځايونو بريدونو کې د ۲۰۱۴ کال په پرتله پنځه ځله زياتوالی راغلی دی.

د پوليسو د يوه رپورټ له مخې، ۲۰۱۵ کال کې پر کډوالو ټول ټال ۱۰۰۵ بريدونه شوي وو او په ۲۰۱۴ کال کې دا شمېره ۱۹۹ وه.

تېر کال له يو ميليون زياتو کډاوالو په جرمني کې د پناه اخيستو هڅه کړې وه، چې ډېری يې د سوريې جنګ ځپلو سيمو اوسېدونکي وو.

جرمن چارواکي کډوالو ته د اوسېدو د ځايونو برابرولو کې له یو لړ ستونزو سره مخامخ دي.

جرمني اوس د خوندي هېوادو نوملړ په زياتولو فکر کوي چې د پناه غوښتونکو بوج کم کړي، په دغو هېوادونو کې مراکش، الجريا او تونس شامل دي.

تېر کال جرمني د پناه غوښتونکو د شمېر د کمولو لپاره د البانيا، بوسنيا، کوسوو او د بالکان ځينو هېوادونو سره دا ډول کار کړی و او له دغو هېوادونو يې ډېر لږ کډوال منلي وو.

د پوليسو په وينا د بريدونو ډېرې پېښې په شمالي راين ويست فاليا کې شوې وې. د دغه سيمې چارواکي وايي د کډوالو په اړه پر انلاين کنځلو کې زياتوالی ليدل شوی دی.

يونان ته رسېدونکي ډېری کډوال، غواړي چې په جرمني کې پناه واخلي. د تېرې پنجشنبې په ورځ د يونان يوې ټاپو سره نژدې د کښتۍ يوه پېښه کې ۲۶ کسان وژل شوي وو، چې لس په کې ماشومان وو.

ورته مطالب