عربستان کې د شیعه ګانو پر جومات برید کې ۳ کسان وژل شوي

د انځور حقوق AP

سعودي چارواکو ویلي، د عربستان په ختیځ کې د امام رضا جومات کې په ډزو کې لږ ترلږه درې شیعه لمونځ کوونکي وژل شوي دي.

یو شمېر نور هم د احسا ښار په دې جومات کې ټپیان شوي دي.

د عیني شاهدانو په وینا، په جومات کې شته کسانو د بریدګر مخه ونیوله چې ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي والوزوي.

امنیتي ځواکونو په بېړه د جومات شاوخوا کلابنده کړه.

په تېر میلادي کال کې په عربستان کې څو ځلې پر جوماتونو بریدونه شوي ووچې مسوولیت یې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش پر غاړه اخيستې وو. دا جوماتونه د شیعه ګانو وو.

ورته مطالب