مالیزیا کې له حکومتي پانګې ښايي څلور بیلیونه ډالره ' غلا ' شوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption ۱ ایم ډي بي نومي صندوق ۲۰۰۹ کال کې د دغه هېواد اقتصادي او او ټولنیزو اصلاحاتو لپاره رامنځته شوی و

یو څارنوال وايي، د مالیزیا له یوې حکومتي پانګې صندوقه ښايي څلور بیلیونه ډالره غلا شوې وي.

دغه صندوق، چې د ون ملائشین برهد ( ۱ ایم ډي بي ) نوم ورکړل شوی، ۲۰۰۹ کال کې د دغه هېواد اقتصادي او ټولنیزو اصلاحاتو لپاره رامنځته شوی و.

تېر کال، چې دغه صندوق ۱۱ بیلیونه ډالره پوروړی شو، سویټزرلنډ چارواکو یې په اړه پلټنې پیل کړې.

د جمعې په ورځ د سویټزرلنډ لوی څارنوال وویل:

''داسې ډېرې اشارې شته، چې ګواکې دغه پېسې د مالیزیا دولتي کمپنیو په ناسمه توګه کارولې وي.''

د یوه چارواکي مایکل لابر په خبره، 'یوه اندازه پېسې د مالیزیا پخوانیو او متحده عربي اماراتو د پخوانیو او اوسنیو چارواکو سویسي بانکي حسابونو ته لېږدولې شوې دي.'

د څارنوالي په وینا تر اوسه اړوندو مالیزیايي کمپنیو د خپلو زیانونو په تړاو څه نه دي ویلي.

لابر د سویټزرلنډ له لوري څېړنو کې د مالیزیا همکارۍ غوښتنه کړې.

د انځور حقوق Reuters
Image caption لومړي وزیر نجیب رزاق ته هم دې لړ کې ګوته نیوله شوې

تېر کال مالیزیا کې د ۱ ایم بي ډي صندوق په تړاو د مشکوکو بهرنیو چارواکو د فساد، په فساد ککړو چارواکو او پېسو سپینولو په په اړه سویسي پلټنې پیل شوې.

بل لور ته مالیزیا کې چارواکو او دغه راز د ۱ ایم ډي بي اداري چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

رپوټونو کې ویل شوي، چې هانګ کانګ او امریکا متحدو ایالتونو کې هم د ۱ ایم ډي بي په تړاو پوښتنې ګروېږنې کېږي.

د ۱ ایم ډي بي مشورتي بورډ مشر نجیب رزاق ۲۰۰۹ کال کې د لومړي وزیر په توګه له ټاکل کېدو وروسته دغه صندوق رامنځته کړی و.

پروسږکال جولای کې د مالیزیا پخواني لوی څارنوال عبدالغني پټیل د ۶۸۱ میلیونه ډالرو یوې بسپنې ته د ښاغلي رزاق له بانکي حساب سره تړاو ورکاوه او د نوموړي حساب د ۱ ایم بي ډي اړوند کمپنیو او ادارو اړوند و.

له هغه وروسته ښاغلی پټيل له خپلې دندې ګوښه کړل شوي او ځای ناستي یې د سې شنبې په ورځ وویل، چې دغه پېسې د سعودي شاهي کورنۍ له لوري یوه ډالۍ وه، چې وايي ډېره برخه یې بېرنه ورکړله شوې ده.

د مالیزیا فساد ضد ادارې ویلي، چې پر دغې پرېکړې به د دویم ځلې غور غوښتنه وکړي.