د هیلري کلینټن ځینې برېښنالیکونه ' خورا محرمانه ' بلل شوي

د انځور حقوق Getty
Image caption د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د مېرمن کلینټن د شخصي سرور ۷۰۰۰ پاڼې نه دي برالا کړې

سپینه ماڼۍ وايي د هیلري کلینټن شخصي کمپیوټر کې له لسو ډېر داسې برېښنالیکونه وو، چې وايي ' خورا محرمانه ' بلل کېږي.

د سپينې ماڼۍ په وینا دغه اسناد د امریکا له ډېرو محرمانه اسناد څخه دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي په خبره هغه مهال چې دغه برېښنالیکونه لیږل شوي وو، 'کلاسیفایډ' نه وو، یانې درجه بندي یې نه وه شوې.

هیلري کلینټن د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د دیموکرات ګوند له لوري کاندید کېدو ته هیله مندو کې شامله ده او د محرمانه برېښنالیکونو موضوع د هغې پر کاندید کېدو سیوری غوړولی.

د نوموړې کمپاین وايي هغه مهال چې دغه برېښنالیکونه استول کېدل، درجه بندي یې نه وه شوې او له همدې کبله خوندي نه شوای ساتل کېدای.

د کمپاین له لوري یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې 'داسې ښکاري له کچې تېره درجه بندي کاواکه شوې ده.'

تر اوسه معلومه نه ده، چې دغه محرمانه برېښنالیکونه هغې یوازې تر لاسه کړي او که استولي یې هم دي.

هیلري کلینټن منلې، هغه وخت چې د بهرنیو چارو وزیره وه، د دولتي برېښنالیک پر ځای یې د نیویارک خپل کور کې له شخصي سروره د شخصي برېښنالیک لپاره کار اخیستی، چې وايي دا یوه تېروتنه وه.

د انځور حقوق Getty
Image caption د امریکا بهرنیو چارو وزارت چارواکي د مېرمن کلینټن برېښنالیکونه څېړي

د بهرنیو چارو وزارت په خبره دغه برېښنالیکونه د خورا محرمانه کېټګوري کې ایښي وو، چې وايي د برالا کېدو په صورت کې یې د دوی په خبره ملي امنیت له سخت ګواښ سره مخامخ کېدای شوای.

د څارګرو ادارو کارکونکو اي پي خبري اژانس ته ویلي، چې د برېښنالیکونو ۳۷ پاڼې ' سپېشل ایسیز پروګرام ' کې وې.

دې کې د ډرون بریدونو او او خوندي معلوماتو تر لاسه کولو اړوند پروګرام په باب معلومات شامل وو.

د مېرمن کلینټن مخالفین پر نوموړې تور لګوي، چې ګواکې د هېواد ملي امنیت یې له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د مېرمن کلینټن د شخصي سرور ۷۰۰۰ پاڼې نه دي برالا کړې. چارواکي وايي دوی د برېښنالیکونو د څېړنې لباره نور وخت ته اړتیا لري، خو دوی ته ویل شوي، چې د فبرورۍ تر ۲۹ نېټې پورې د برېښنالیکونو وروستۍ برخه خپره کړې.