" که نجلۍ پيدا شوه فيس نه اخلم"

يو هندي ډاکټر د نجونو د ژغورلو لپاره يو په زړه پورى پروگرام پيل کړى دى، هغه دا چې که يوه ميندواره مېرمن نجلۍ زېږوي، له هغې څخه به د روغتون فيس نه اخلي.

ډاکټر گنېش راک وايي "هندوستان کې چېرې چې په عنعنوي ډول هلکانو ته لومړيتوب ورکول کېږي نو د نجونو د ژغورلو لپاره دا د هغه يوه وړه هڅه ده".

ډاکټر گنېش په ٢٠٠٧ کال کې د هندوستان د پونې په ښار کې يو وړوکى روغتون پرانستى دى. کله چې هم يوه ميرمن روغتون ته د زيږون لپاره ورځي هغې سره د ورغلو خپلوانو يې هيله وي چې هلک به زېږوي".

دى وايي يوه ډاکټر ته دا تر ټولو لويه ننګونه وي "کله چې يو ناروغ له دې نړۍ سترگې پټې کړي او بيا يې خپلوان خبروي، خو زما لپاره، يوه کس ته دا ويل هم هغومره لوی چلېنج دى، چې کله يې کور کې نجلۍ پيدا شي".

دى زياتوي "کله چې هلک پيدا کېږي نو جشن او مېلې کوي، خواږه ويشي او که نجلۍ وي نو خپلوان روغتون څخه ځي، مور ژاړي او کورنۍ بيا په فيس کې د کمي غوښتنه کوي، مور په دې حالت کې ډېره نهيلې وي".

ډاکټر گنېش وايي "په هندوستان کې د بشري حقونو کارکوونکو د ښځينه جنين لرې کول له قتل سره برابره کړنه گرځولې ده"

ډاکټر گنېش د ٢٠١٢ کال د جنورۍ له مياشتې څخه خپل کمپاين پيل کړى دى، او له هغه ورځې يې پرېکړه کړې ده چې کله يې په روغتون کې کومه مېرمن نجلۍ زېږوي له هغې څخه به فيس نه اخلي.

نوموړی وايي "څرنگه چې د هلک په پيدا کېدو د هغوي کورنۍ مېله کوي، دى به د نجلۍ په زيږون جشن برابروي".

د تېرو څلورو کلونو په موده کې په دغه روغتون کې ۴۵۴ نجونې زېږېدلې دي او ډاکټر گنېش د يوې له مور او پلار څخه يې هم فيس نه دى اخيستى.

چارواکو او فلمي ستوري اميتابچن هم د هغه د دې پروگرام ستاينه کړې ده او ډاکټر گنېش يې رښتينى اتل بللى دى.

په تېرو څو مياشتو کې ده د هند په نورو برخو کې هم ډاکټرانو سره د دغه پروگرام په اړه اړيکه نيولى، چې په وينا يې هغوي هم ورسره هوکړه کړې ده.

دى وايي چې د خلکو او ډاکټروانو رويه بدلول غواړي. د دې پروگرام ترڅنگ ډاکټر گنېش په لاريونونو او غونډو کې هم خلکو ته د دې ډاډ ورکولو هڅه کوي "چې لور له زويه ډېره ښه وي".