ایران له ATR شرکت نه ۴۰ الوتکې پېري

ATR شرکت د اروپايي ایبربس او د ایټیالیايي فیممیکانیکا شرکتونو په قبضه کې دی
Image caption ATR شرکت د اروپايي ایبربس او د ایټیالیايي فیممیکانیکا شرکتونو په قبضه کې دی

د ایران د ترانسپورت مرستیال وزیر اصغر فخري کاشان ویلي، تهران به په راتلونکو څو ورځو کې له اروپايي ATR شرکت نه د ملکي لېږد لپاره د ۴۰ الوتکو پېرلو معامله لاسلیک کړي.

په تهران کې یوه ایراني چارواکي ويلي "ددې معاملې په اړه مو له ایټالیا او فرانسې سره بحثونه وکړل، او د ATR شرکت چارواکي به ډېر ژر د معاملې د نهايي کولو لپاره تهران ته سفر وکړي".

سرچینه زیاتوي "په معامله کې د ۲۰ الوتکو رانیول حتمي دي، خو د ۲۰ نورو پېرل بیا اختیاري دي.

دغې سرچینې د دې معاملې د اټکلي لګښت په اړه څه ونه ویل.

د ویلو ده چې ATR شرکت دا مهال د اروپايي ایربس او ایټالیايي فینمیکانیکا شرکتونو له خوا اداره کېږي.

تېره اونۍ فرانسې او ایټیالیا ته د ایران د ولسمشر حسن روحاني د سفر په لړ کې ایران د ایربس شرکت د ۱۱۸ الوتکو پېرلو معامله لاسلیک کړه، چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به یې ورته وسپاري.

کاشان وايي، ددې معاملې قیمت، چې ۷۳ د اوږده سفر او ۴۵ د متوسط سفر الوتکې هم پکې شاملې دي، د ۱۰ او ۱۱ میلیارد ډالرو ترمنځ ده.

مخکې ددې معاملې قیمت ۲۵ میلیارد ډالر اعلان شوی و.

د ایران د ملکي هوايي چلند مشر په تېر اپریل کې وویل، هېواد یې په راتلونکې یوه لسیزه کې ۴۰۰ تر ۵۰۰ ملکي الوتکو ته اړتیا لري.