هند کې ۱۳ زده کوونکي ډوب او مړه شوي

د انځور حقوق
Image caption دغه زده کوونکي د مهاراشترا ایالت د پونه ښار د یوه پوهنځي له سلو اړوندو زده کوونکو څخه وو.

هندي پولیس وايي، لږترلږه ۱۳ زده کوونکي د هند لوېدیځ ساحل کې مړه شوي دي.

پولیس وايي، دغه زده کوونکي د یوځايي لامبو د تمرین پرمهال په اوبو کې ډوب شوي دي.

پېښه د تېرې دوشنبې په ورځ (فبروري لومړۍ) شوې ده.

دغه زده کوونکي د مهاراشترا ایالت د پونه ښار د یوه پوهنځي له سلو اړوندو زده کوونکو څخه وو.

رپوټونه وايي، شاید زده کوونکو ته د سمندر مستې څپې جذبوونکې ښکاره شوې وي، چې د سمندر له غاړې یې د بحر خوا ته ورکش کړي دي.

پېښه د مورورد په نامه سمندر غاړه کې شوې، چې د ممبۍ ښار سوېل ته نژدې ۱۴۰ کیلومتره لیرې پروت دی.

پولیسو فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، د ډېری ډوب شويو زده کوونکو عمرونه د ۱۹ او ۲۳ کلونو ترمنځ وو.

چارواکي وايي سیمه ییزو چارواکو او پولیسو د ژغورنې په عملیاتو کې برخه اخیستې، خو ډاډمن نه دي چې هلته د پېښې پرمهال څومره زده کوونکي وو.