د 'نړۍ غوره سر آشپز' بونوا ویولیېه د ۴۴ کلونو په عمر ومړ

د انځور حقوق AFP
Image caption د سویس پولیس وايي، ښکاري چې فرانسه کې زوکړه شوي ویولیېه ځان په مرمۍ ویشتلی وي.

په نړیواله کچه مشهور سویسی- فرانسوی سر آشپز بونوا ویولیېه، چې خوړنځي یې تېر کال په نړۍ کې د غوره خوړنځي لقب ګټلی و، مړ شوی، پولیس وايي، ښکاري چې نوموړي په مرمۍ ځان ویشتلی.

په نړیواله کچه مشهور سویسی سر آشپز بونوا ویولیېه پخپل کور کې مړ موندل شوی دی.

۴۴ کلن ویولیېه د سویسي لوزان ښار ته څېرمه په کریسییه کې د l'Hotel de Ville هوټل مشري کوله.

دغه هوټل د غوره هوټل درې ستوري ګټلي دي.

د سویس پولیس وايي، ښکاري چې فرانسه کې زوکړه شوي ویولیېه ځان په مرمۍ ویشتلی وي.

د سویس '۲۴ ګړۍ' خبري آژانس (چې په فرانسوي خپرونې کوي) ویلي، په پام کې وه چې ویولیېه د دوشنبې په ورځ پاریس کې د نوي میشلان د پرانیستو مراسمو کې ګډون وکړي.

د ویولیېه له مړینې نژدې شپږ میاشتې وړاندې د هغه لارښود او د 'اوتېل دو وېل' خوړنځي مخکینی مشر هم مړ شوی و.

ویولیېه له ۱۹۹۶ کال راهیسې په دې خوړنځي کې کار کاوه، او په ۲۰۱۲ کال یې وړاندې له دې چې د سویس تابعیت ترلاسه کړي، له خپلې مېرمنې بریجیت سره د خوړنځي چارې سمبالولې.

Image caption تېر کال د فرانسې حکومت بونوا ویولیېه ته د درناوي ډک مډال ورکړ

ویولیېه، چې له ښکار سره یې ډېره جوړه وه، د غوښې د پخولو له کبله ډېر مشهور شوی و او تېر کال یې په دې اړه یو کتاب هم لیکلی و.

نوموړي د فرانسې د بهرنیو چارو د وزارت له خوا د جایزې ترلاسه کولو پرمهال دا جایزه یو 'استثنائي' درناوی وباله.

ورته مطالب