ټاټا د 'زیکا ویروس' له کبله د خپل 'زیکا' موټر نوم بدلوي

Image caption په تېرو څو اونیو کې، ټاټا د خپل نوي زیکا موټر د بازار موندنې لپاره ډېر کار وکړ، چې د ارجنټاین د فوټبال وتلی لوبغاړی لیونیل میسي هم پکې راڅرګند شوی و.

د هند موټر جوړوونکي ټاټا شرکت د زیکا (Zica) په نامه د خپل نوي موټر نوم پر بدلولو بحث کوي، ځکه چې د زیکا (Zika) ویروس په ګرده نړۍ کې وېره خپره کړې ده.

په تېرو څو اونیو کې، ټاټا د خپل نوي زیکا موټر د بازار موندنې لپاره ډېر کار وکړ، چې د ارجنټاین د فوټبال وتلی لوبغاړی لیونیل میسي هم پکې راڅرګند شوی و.

خو کله چې په برازیل او د لاتینې امریکا په هېوادونو کې د زیکا په نامه ویروس خپور شو، ټاټا هم د خپل نوي موټر د نوم پر بدلولو له سره غور پیل کړ.

فرانس پرېس خبري آژانس ته په ټاټا کې مطبوعاتي مشر میناري شاه وویل ''وضعیت به په بشپړه توګه وارزوو. خو تر اوسه مو پرېکړه نه ده کړې''.

په پام کې ده چې د ټاټا دغه نوی موټر د آټو اېکسپو نندارتون کې وړاندې شي، چې د اټکل له مخې روانه اونۍ د هند پلازمېنه نوي ډیلي کې جوړېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان وړاندې د نړۍ په کچه د زیکا ویروس د خپرېدو له کبله بېړی حالت اعلان کړی و.

زیکا ویروس چې د ۲۰۱۵ په مې میاشت کې برازیل کې کشف شو، د نړۍ څه باندې ۲۰ نورو هېوادونو ته هم ولېږدېد.

اټکل دی چې ددغه ویروس خطر د میندوارۍ پرمهال ډېر وي، ځکه د زیږېدونکو ماشومانو سرونه کوچني وي.

په برازیل کې یوازې له اکتوبر میاشتې راهیسې د ''کوچني دماغ'' له کبله نژدې ۴۰۰۰ ماشومان له کوچنیو سرونو سره وزیږېدل.

ورته مطالب