پاکستان: د کراچۍ هوايي ډګر احتجاج پر مهال دوه کسان وژل شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption د پولیسو او ملېشه ځواک ګڼ شمېر کسانو د دغه ښار جناج نړیوال هوايي ډګر ته د احتجاج کونکو د تګ مخه ونیوه

چارواکي وايي، د پاکستان کراچۍ ښار نړیوال هوايي ډګر کې د امنیتي ځواکونو او احتجاج کونکو تر منځ د اخ و ډب پر مهال دوه کسان وژل شوي دي.

د پاکستان دولتي هوايي چلند ادارې پي ای اي کارکونکو شخصی سیکتور ته د دغې ادارې د سپارلو پلان پر ضد اجتجاج کوي.

امنیتي ځواکونو د احتجاج کونکو لور ته اوښکې بهونکی ګاز وشیند، په کوتکو یې ووهل او اوبه یې پرې وشیندلې. پېښه کې لږ تر لږه درې کسان ټپیان شوي هم دي.

د انځور حقوق
Image caption پي ای اي دا وروستیو کلونو کې د زیانونو، ناسم مدیریت او لغو شویو الوتنو له کبله شهرت لري

پولیسو پر هغو احتجاج کونکو د ډزو کول رد کړي، چې د کارګو له دروازې واوښتل. روغتیايي چارواکي وايي دوه وژل شوي کسان د یادې ادارې کارکونکي دي.

د پولیسو او ملېشه ځواک ګڼ شمېر کسانو د دغه ښار جناج نړیوال هوايي ډګر ته د احتجاج کونکو د تګ مخه ونیوه. یوه لوړ پوړي پولیس چارواکي کامران فضل خبریالانو ته وویل پولیس د مرمیو تشې تولۍ ټولوي، چې معلومه کړې ډزې له کوم لوري شوې دي.

لومړي وزیر نوازشریف یو قانون وړاندې کړی، چې له مخې یې د هوايي چلند شرکت کارکونکي تر شپږو میاشتو پورې د اتحادیې په فعالیتونو کې برخه نه شي اخیستلای.

یو مهال دغه شرکت د پاکستان لپاره د ویاړ وسیله بلله کېده، خو دا وروستیو کلونو کې د زیانونو، ناسم مدیریت او لغو شویو الوتنو له کبله شهرت لري.

د احتجاج له کبله د یاد شرکت الوتنې له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوې دي.