بلوچستان: د بېلتون پالو اعتصاب کې د ګډونکونکو هټۍ مهرلاک شوې

بلوچستان کې هغه هټۍ مهر لاک کړل شوې دي، چې د بیلتون پال ګوند د اعتصاب پر مهال یې څښتنانو تړلې وې. د سې شنبې په ورځ بلوچستان نېشنل تحریک د یاد ګوند عمومي منشي منان بلوڅ په شمول د پنځو کسانو وژل کېدو خلاف د درې ورځني اعتصاب اعلان کړی و.

دغه کسان کوټې ته نژدې مستونګ سیمه کې د امنیتي ځواکونو په ډزو وژل شوي وو.

د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزیر میر سرفرازبګټي، منان بلوڅ د وسله والې بلوچستان لبریشن فرنټ قومندان بللی و.

پر یاده ډله د پاکستان حکومت له لوري بندیزونه لګیدلي. د نوموړي وژنې خلاف د سې شنبې په ورځ د بي این اي ګوند په غوښتنه د صوبې کیچ، ګوادر، پسني په شمول ځینو سیمو کې اعتصاب شوی و.

چارواکو وروسته هغه ګڼ شمېر دکانونه مهرلاک کړل، چې د اعتصاب پر مهال تړلي وو. د تربت ښارګوټي یوه هټیوال بي بي سي ته وویل، دغه سیمه کې نژدې ۴۰ هټۍ د چارواکو له لوري مهرلاک شوې دي.

د نوموړي په خبره چارواکو ورته ویلي، د داسې تضمین له ورکولو وروسته به یې هټۍ بېرته پرانیزي، چې د بیا اعتصاب پر مهال یې د نه تړلو ژمنه وکړي.

خو کله چې د کیچ سیمې له چارواکو په دې اړه پوښتنه وشوه، د هټیو د مهرلاک کولو تورونه یې رد کړل. دا لومړی ځل دی، چې بلوچستان کې د سخت دریځه سیاسي فعالانو د غوښتنې له کبله تړل شوې هټۍ مهرلاک کېږي.