امریکا کې له 'جنسي ' لارې د زیکا ویروس د لېږد لومړۍ پېښه

د انځور حقوق Reuters
Image caption ویل کېږي دا امریکا متحدو ایالتونو کې د زکا ویروس لومړنۍ پېښه کېدای شي

د امریکا ټکساس ایالت کې لومړی ځل د زیکا ویروس پېښه برالا شوې، چې ویل کېږي په جنسي توګه دغه ځای ته لېږدېدلی دی. ټکساس کې روغتیاپالان وايي، ډیلاس کاونټي سیمه کې د ناروغیو کنترول او مخنیوي مرکز په سیمه کې د یوه ناروغ وجود کې د دغه ویروس شتوالی تایید کړی دی.

په ظاهره داسې معلومیږي، چې ناروغ له هغه کس سره جنسي اړیکه لرلې، چې له ویروسه اغیزمن هېواده یې سیمې ته سفر کړی و.

Image caption تر اوسه امریکا کې د غوماشو په وسیله د یاد ویروس لېږدېدو کوم ثبوت مخې ته نه دی راغلی

تر اوسه امریکا کې د غوماشو په وسیله د یاد ویروس لېږدېدو کوم ثبوت مخې ته نه دی راغلی. ویل کېږي دا امریکا متحدو ایالتونو کې د زکا ویروس لومړنۍ پېښه کېدای شي. له دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان زکا ویروس په نړیواله کچه یو خطر بللی او دې لړ کې په بیړنیزه توګه اقدامات کېږي. داسې اندېښنه څرګندیږي، چې د دغه ویروس له کبله داسې زرګونه ماشومان زیږي، چې سرونه یې کوچني وي. د ډالاس کاونټي روغتیايي او بشري خدمتونو ادرې مشر زچرري تامسن وايي:

د انځور حقوق EPA
Image caption اندېښنه ده، چې د دغه ویروس له کبله داسې زرګونه ماشومان زیږي، چې سرونه یې کوچني وي

''اوس چې موږ پوهیږو، زکا ویروس د جنسي اړیکو له لارې هم لیږدي، موږ باید د خوندیتوب په موخه د لا ډېر عامه پوهاوي لپاره اقدامات وکړو. ''

تر اوسه د غوماشو په وسیله دغه خپرېدونکې ناروغي سویلي امریکا په ۲۰ هېوادونو کې لیدله شوې، خو برازیل دا مهال د دغې ناروغي له کبله سیمه کې تر ټولو ډېر اغیزمن هېواد دی.

برازیل کې په دغه ناروغۍ اخته کس د ۲۰۱۵ کال مې میاشت کې ثبت شوی و.

د هغو کسانو وجود کې، چې دغه ویروس پکې موجود وي، هېڅ ډول نښې نه لیدلې کېږي او له همدې کبله یې تشخیص هم ګران دی، خو د روغتیا نړیوال سازمان په وینا برازیل کې دغه ویروس له پنځو تر ۱۵ لکو کسانو کې دغه ویروس شته.