اوباما په لومړي ځل امريکاکې يوۀ جومات ته ورځي

Image caption ولسمشر اوباما په ٢٠١٠ کال کې خپلې مېرمنې سره يو ځاى د اندونيزيا پلازمېنې جاکارتا جومات ته ورغلى و.

ولسمشر اوباما واک ته له رسېدو ورسته په لومړي ځل يو جومات ته ورځي. دى به ميري لينډ کې د بالټيمور جومات کې د مسلمانانو د ټولنې غړو ته وينا کوي.

د دې نه وړاندې هغۀ د نړۍ نورو هېوادو ته د رسمي سفرونو پر مهال له جوماتونو ليدنه کړې ده، خو واک ته له رسېدو وروسته دا به لومړى ځل وي چې ښاغلى اوباما امريکا کې يوۀ جومات ته ورځي.

سپينه ماڼۍ وايي د دې ليدنې هدف له مذهبي ازادۍ څخه دفاع او تعصب سره د مخالفت ښودنه ده.

په امريکا کې د مسلمانانو سازمان "امريکن اسلامک ريلشنز کونسل" وايي چې تېر نومبر کې د پاريس له بريدونو وروسته امريکا کې پر جوماتونو او مسلمانانو بريدونه زيات شوي دي.

د انځور حقوق AP
Image caption ولسمشر اوباما ته د ماليزيا د سفر پر مهال يوه جومات په اړه معلومات ورکول کيږي.

د دې سازمان په يو راپور کې راغلي دي چې د مسلمانانو ضد احساساتو کې د امريکا کورني سياست کې ځينو کړنو له امله زياتوالى راغلى دى، دې سازمان په خپل راپور کې د جمهوري غوښتونکي گوند له خوا د ولسمشرۍ د احتمالي کانديد، ډونلډ ټرمپ، هغه غوښتنې ته اشاره کړې ده چې امريکا ته د مسلمانانو په تگ د موقتي بنديز غوښتنه يې کړې وه.

د دې سازمان مشر ابراهيم هوپر وايي" فکر نه کوي چې د امريکا د مسلمانانو په منځ کې کله هم د ويرې او ناارامۍ کچه وړاندې دې اندازې پورې لوړه وه".

په امريکايي پوهنتون کې د اسلامي چارو متخصص، اکبر احمد، وايي "ولسمشر اوباما جومات ته تگ عملا ډېر اخر ته پرېښى، خو بيا هم د نه ورتگ نه ډېر ښۀ گام دى".

دا د ښاغلي اوباما د ولسمشرۍ وروستى کال دى، تېره اوونۍ دى د اسراييلو سفارت ته هم تللى و او هلته يې د يهودانو ضد ډېرېدونکو احساساتو په اړه خبردارى ورکړى.