د ملګرو ملتونو پلاوي د جولیان اسانج حق کې پرېکړه وکړه

د انځور حقوق .
Image caption پر جولیان اسانج سویډن کې له دوو مېرمنو سره د جنسي زور زیاتي تورونه لګیدلي، خو نوموړی دغه تورونه ردوي

د ملګرو ملتونو یوه پلاوي، د ویکیلیکس موسس جولیان اسانج له لوري د 'غیر قانوني توقیف ' درخواست ته ځواب کې د هغه حق کې پرېکړه کړې.

نوموړي ۲۰۱۴ کال کې ملګرو ملتونو ته د ' بې دلیله یا شخصي عقدې له کبله د توقیف ' مسلې ارزونې لپاره د ملګرو ملتونو یوه کاري ټیم ته درخواست استولی و، چې وايي ' بې دلیله توقیف ' سره مخامخ دی او وايي که له سفارت نه بهر ته ځي هرومرو به نیول کېږي.

نوموړي د ۲۰۱۲ جون میاشت کې سویډن ته د جنسي ځورونې یوه قضیه کې، چې نوموړی یې ردوي، له سپارل کېدو د ځان ژغورنې لپاره د لندن لوېدیځ کې د ایکواډور سفارت کې پناه اخیتسې.

د پنجشنبې په ورځ یاد پلاوي د غوښتنې لړ کې پرېکړه د اسانج په حق کې وکړه.

د ملګرو ملتونو یاد پلاوی د قانون پوهانو یوه ډله ده، چې له بریتانیا او سویډنه نه یې قانوني لاسوندونه یو ځای کړي دي.

دغه پلاوي له دې مخکې هم دنیونو د قانوني یا غیر قانوني کېدو په تړاو خپله رایه ورکړې.

خو دې سره هم بریتانوي یا سویډني چارواکي د دغې رایې منلو ته مکلف نه دي او د برتانیا بهرنیو چارو وزارت ویلي دوی به اسانج سویډن ته سپاري.

له دې مخکې د پنجشنبې په ورځ جولیان اسانج ویلي و، که د ملګرو ملتونو پلاوی ووايي، چې نیول کېده یې غیر قانوني نه دي، چمتو دی ځان د بریتانیا پولیسو ته وسپاري.

په یوه ټویټر پیغام کې نوموړي ویلي، د ځان پر ضد پرېکړه به ومني، خو وايي که د ده حق کې وي، هیله مند دی، ازاد وګرځي.

پر نوموړي سویډن کې له دوو مېرمنو سره د جنسي زور زیاتي تورونه لګیدلي، خو اسانج دغه تورونه ردوي او له ۲۰۱۲ کال راهیسې د سویډن منصفه پلاوی نه دی توانیدلی له هغه نه پوښتتنې ګروېږنې وکړي.

تېر دسمبر کې ایکواډور منلې وه، چې سويډني چارواکي کولای شي له نوموړي پوښتنې ګرویږنې وکړي.

جولیان سره دا اندېښنه هم شته، چې سوییډن ته له سپارل کېدو وروسته به نوموړي امریکايي چارواکو ته وسپارل شي او هلته به د محرمو امریکايي اسنادو افشا کولو له کبله له محاکمې سره مخامخ شي.

د برتانیا له لوري پر ایکواډور تور لګېږي چې ګواکې اسانج ته یې خپل سفارت کې ځای ورکولو سره د انصاف مخه نیولې۔