' د 'اسلامي دولت' نومي ډلي لوړ پوړي مشران لیبیا کې پناه اخلي '

د انځور حقوق Getty
Image caption لیبیايي چارواکي وايي د 'اسلامي دولت' نومي ډلې پر ضد د برید تابیا لري

د لیبیا یوه استخباراتي چارواکي بي بي سي ته ویلي، د 'اسلامي دولت' یا داعش نومې ډلې قوماندانان په ورستیو میاشتو کې له سوريې او عراق څخه د دوی هېواد ته ورتښتي.

اسماعیل شکري چې په مصراته ښار کې د استخباراتو مشر دی وویل، د 'اسلامي دولت' ډلې جنګیالي هم پرې ورمات دي.

ښاغلي شکري وویل، دا د هغه فشار پایله ده چې دغه اورپکه ډله په منځني ختیځ کې ورسره مخامخ ده، له هوا یې نړیوال ځواکونه بمباردوي او پر ځمکه د عراقي پوځ او کردي ملیشو له یرغل سره مخامخ ده.

ښاغلي شکري وویل، د 'اسلامي دولت' ډله لیبیا د ځان لپاره خوندي ګڼي.

دغه هېواد د ولسمشر معمر قدافي له پرځېدو راورسته په ګډوډیو کې کېوتی دی او داسې باور کېږي، چې یادې ډلې د پخواني رژیم له ځینو وفادارو ملاتړ تر لاسه کړی دی.

خو د ښاغلي شکري په وینا دا وروستیو میاشتو کې د بهرنیو وسله والو نفوذ لیدل شوی:

'' د 'اسلامي دولت' ډلې تر اویا سلنې وسله وال بهرنیان دي، چې تر ټولو ډېر شمېر پکې د تونس اوسيدونکو دی او له دې وروسته په ترتیب سره مصریان، سودانیان او یو شمېر د الجزایر اوسېدونکي شامل دي. دې سره د سوریې او عراق اوسېدونکي هم پکې شته او ډېری عراقیان هغه دي، چې د صدام حسین له منځه تللي پوځ سره یې تړاو درلود. ''

د انځور حقوق
Image caption اسماعیل شکري چې په مصراته ښار کې د استخباراتو مشر دی، وویل د اسلامي دولت ډلې جنګیالي هم پرې ورمات دي

د نوموړي په وینا سوریې او عراق کې د نړیوالو هوايي ځواکونو د درنو بمباریو له کبله د دغې ډلې لوړپوړي مشران، په ځانګړې توګه هغه، چې له ډېرې مودې راهیسې دغه ډله کې شامل دي، لیبیا کې پناه اخلي، ځکه وايي دوی داسې فکر کوي، چې دغه ځای ورته د یوه خوندي پټنځای په توګه دی.

خو له مصراته نه ۱۲۰ کیلومتره سویل ابوقرین کې بي بي سي د مخامختیا کومې ډېرې نښې نښانې نه دي لیدلې.

ابوقرین د داعش ډلې پر وړاندې د دفاع وروستۍ کرښه بلله کېږي.

دغه سیمه کې ځايي چارواکو بي بي سي ته ویلي، تریپولي کې حکومت ته د وفادارو ځواکونو شمېر یې دلته ۱۴۰۰ کسانو ته لوړ کړی دی، خو دا د داعش ډلې وسله والو د اټکل شوي شمېر نیمايي ته هم نه رسیږي.