' امریکا کې د مسلمانانو ضد څرګندونو ته ځای نه شته '

د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکا ولسمشر د اسلام په اړه د هغو څرګندونو غندنه وکړه، چې وايي،' له سیاسي مبالغې ډکې' وي

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما د امریکا د مسلمانانو پر وړاندې د زغم غوښتنه کړې ده.

د بالټیمور ښار په یوه جومات کې د خبرو پر مهال ښاغلي اوباما هغه څه وغندل چې ده د مسلمانو امریکاییانو پر ضد بې ځایه سیاسي ناندرۍ وبللې.

دا د ولسمشرۍ نوماند ډونالد ټرمپ او د نورو څرګندونو ته یو نغښتې نغوته وه.

خو ښاغلي اوباما دا هم وویل چې مسلمانان دې هم د ټولو امریکایانو په شان د نورو حقونو ته درناوی وکړي.

دا لومړی ځل دی چې ښاغلی اوباما د ولسمشر په توګه په متحده ایالتو کې یوه جومات ته ورځي.

د سپینې ماڼۍ په خبره جومات ته د ولسمشر اوباما ورتګ 'د مذهبي ازادي ملاتړ او تعصب پر ضد څرګندونه کوي.'

نوموړي د خبرو پیل کې وویل: 'زه غواړم امریکايي مسلمانانو ته خپلې خبرې په هغو تورو پیل کړم، چې دوی ته ډېر لږ ویل کېږي او هغه توري دي تهینک یو ' مننه ' ''د دوی له خدمتونو مننه، د دوی له لوري د خپلو ګاونډیو د ژوند خیال ساتلو مننه او د یوې کورنۍ په توګه د امریکا متحد او یو موټی ساتلو کې د مرستې کولو له کبله له دوی مننه کوم.''

د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلي اوباما دا هم وویل چې مسلمانان دې هم د ټولو امریکایانو په شان د نورو حقونو ته درناوی وکړي

د امریکا ولسمشر د اسلام په اړه د هغو څرګندونو غندنه وکړه، چې په وینا یې 'له سیاسي مبالغې ډکې وي.'

په ظاهره د نوموړي اشاره د امریکا ولسمشرۍ کاندید کېدو ته د هیله مند ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته وه.

ډونالډ ټرمپ غوښتي و، چې باید امریکا ته د مسلمانانو پر ورتګ بندیز ولګول شي.

نوموړي د امریکايي مسلمانانو ستاینه وکړه او وايي، ' ما د ډېر درناوي وړ او په هېواد میینو امریکایانو سره ولیدل.'