'د سوریې حکومت او روسیه سیاسي نۀ، پوځي حل غواړي'

د انځور حقوق .
Image caption داسې څرګندې اشارې شته چې د یوه سياسي هغه پر ځای نیت د پوځي حل موندلو دی جان کېري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د سوریې حکومت تورن کړی چې د خپلې متحدې روسیې په ملاتړ، د سوريې کورنۍ جګړې ته د سیاسي حل پر ځای د پوځي حل په لټه کې دی.

ښاغلی کېري د ملګرو ملتو په منځګړیتوب په ژنیوا کې کې د سوریې د سولې خبرو له ځنډېدو وروسته، غږېده.

د سوریې حکومت مخالفینو د خبرو د ناکامۍ پړه پر هغو درنو هوايي بمباریو واچوله چې د روسيې له خوا د دوی پر سنګرونو شوې دي.

د مخالفینو مرکچي بسام کودماني بي بي سي ته وویل، چې واشنګتن او لویدیځوالو ته پکار دي چې یو څه وکړي او یوازې په ویناوو بسنه ونه کړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption واشنګتن او لویدیځوالو ته پکار دي چې یو څه وکړي او یوازې په ویناوو بسنه ونه کړي بسام کودماني

د سوريې د حکومت مشر مرکچي بشار الجعفري ادعا وکړه چې په خپله مخالفین د خبرو د ځنډیدو مسول دي. خو د ملګرو ملتو ځانګړی استازی سټیفان دې مېستورا وايي د روانې میاشتې په پای کې به د خبرو د بیا پیلولو هڅه وشي. د نوموړي په وینا:

''دا پای نه دی او نه هم د خبرو نابریالیتوب''

د چهارشنبې په ورځ جان کېري واشنګټن کې وویل:

''د روسیې په مرسته د سوري حکومت له لوري پر هغو سیمو، چې د مخالفینو په کنترول کې دي پرلپسي بمباري او د حکومتي ځواکونو له لوري د سلګونه زره ملکي کسانو محاصره د دې څرګندې اشارې دي، چې د یوه سياسي هغه پر ځای نیت د پوځي حل موندلو دی.''

د انځور حقوق Reuters
Image caption د سوریې حکومت مخالفینو د خبرو د ناکامۍ پړه پر هغو درنو هوايي بمباریو واچوله چې د روسيې له خوا د دوی پر سنګرونو شوې

د نوموړي په وینا 'خبرو کې د ځنډ پر مهال باید نړیواله ټولنه پر یوه لور حرکت وکړي، چې په وینا یې هغه د سوریې ولس ستونزو حل او هلته د شته یرغل له منځه وړل دي، چې وايي دغه ستونزه د غځېدو پر ځای حل شي.'

دا په داسې حال کې ده چې حکومتي ځواکونو وړاندې اعلان کړی و چې د حلب په شمال لوېديځ کې يې د دوو ښارګوټو کلابندي ماته کړې ده.

د سوريې چارواکو په وينا د دغه پرمختګ له امله حلب ښار کې ياغيانو ته د اکمالاتو لار تړل شوې ده.

د شمېرو له مخې د سوريې په پنځه کلنه جګړه کې له ۲۵۰ زرو ډېر وګړي وژل شوي او له ۱۱ ميليونو زيات بېځايه شوي دي.