پنټاګون په افغانستان او عراق کې د ځورېدلو بنديانو تصويرونه خپاره کړي

د انځور حقوق AFP
Image caption د امريکا د دفاع وزارت له خوا يو خپور شوی تصوير

د امریکا دفاع وزارت پنټاګون په افغانستان او عراق کې د ځورول شويو زندانيانو شاوخوا ۲۰۰ تصويرونه خپاره کړي دي.

ډېری له دغو تصويرونو د ۲۰۰۴ تر ۲۰۰۶ کلونو منځ کې اخيستل شوي، چې ځورول شوي او شکنجه شوي بندیان په کې ښکاري.

اوسني تصويرونه د هغو پخوانيو په پرتله چې لس کاله وړاندې د عراق ابوغريب زندان کې د ځورونو په تړاو خپاره شوي وو هغومره ناراموونکې نه دي.

دغه عکسونه د امريکا د دفاع وزارت د معلوماتو ازادۍ د غوښتنې په ځواب کې خپاره شوي دي.

پنټاګون ويلي د دغو ځورونو په تړاو پلټنې روانې دي، له دغو تصويرونو ۱۴ پېښې يې ثابتې شوې دي چې په تړاو يې ۶۵ کسانو ته سزا ورکړل شوې ده.

پنټاګون زياته کړې چې د امریکا د دفاع وزير اشټون کارټر او نورو پوځي چارواکو د دغو تصويرونو له پلټنې وروسته پرېکړه کړې چې يو شمېر له دغو تصويرونو عام وګړو ته خپاره نشي.

د امريکايي وګړو د ازادۍ د ټولنې په وينا شاوخوا ۲۰۰۰ نور داسې تصويرونه هم شته چې امریکا تر اوسه نه دي خپاره کړي.

د پنټاګون چارواکو ويلي، دغه تصويرونه چې نن د شبنې (۶ فبرورۍ) خپاره شوي په عراق کې د ابو غريب او د ګوانتنامو له زندان سره کوم تړاو نه لري.

ورته مطالب