ټایوان کې زلزلې ګڼې ودانۍ ویجاړې کړې دي

د انځور حقوق XinhuaREXShutterstock
Image caption د ټایوان خبري اژانس ویلي، په یوه نړېدلې ودانۍ کې ۶۰ کورنۍ اوسېدې

د ټایوان په سوېل کې د شنبې پر ګهیځ وختي، هغه مهال کې خلک ویده وو، ۶٫۴ درجې زلزلې ځینې ودانۍ نړولې دي.

مرستندویه او ژغورندویه ډلې هڅه کوي له کنډوالو لاندې کسان راوباسي.

تر اوسه د اوو کسانو د وژل کېدو او تر ۳۰۰ د ډېرو نورو د ټپي کېدو خبر خپور شوی دی.

د ټایوان ''لیبرټي ټایمز'' ورځپاڼې ویلي، په یوه نړېدلې ودانۍ کې ګڼ خلک اوسېدل چې د خوب پرمهال ونړېده.

د ټایوان رسمي خبري آژانس ویلي، په یاده ودانۍ کې شاوخوا ۶۰ کورونه وو، چې نژدې ۲۰۰ کسان پکې اوسېدل.

رپوټونه وايي، تر اوسه ۲۲۰ کسان ژغورل شوي دي.

په ځینو رپوټونو کې ویل شوي، چې څلور ودانۍ نړېدلې دي.

Image caption ټایوان ویلي، ولسمشر ما ینګ – جیو سوېلي تاینان ښار ته تللی چې وضعیت له نژدې وګوري.
د انځور حقوق Reuters

ټایوان ویلي، ولسمشر ما ینګ – جیو سوېلي تاینان ښار ته تللی چې وضعیت له نژدې وګوري.

په تلوېزیوني انځورونو کې مرستندویان لیدل کېږي چې له کنډوالو لاندې بند کسان راوباسي.

د ټایوان خبري آژانس ویلي، د زلزلې پرمهال له ودانیو ۲۳ کسان رالوېدلي، چې سخت ټپیان شوي دي.

د انځور حقوق cna

په ټایوان کې یوه بریتانوي، چې هلته اوسېده، بي بي سي ته ویلي، که څه هم نوموړی له ټاینان ښار نه شاوخوا ۱۴۰ کیلومتره لیرې اوسېږي، خو پخپل استوګنځي کې یې هم زلزله احساس کړې ده.

له اصلي زلزلې وروسته پنځه ځلې بیا ځمکه لړزېدلې ده.

د انځور حقوق AP

ټاینان ښار نژدې دوه میلیون وګړي لري.

د امریکا د ځمکپېژندنې د مرکزي ادارې د راپور پربنسټ، دا زلزله د ځمکې سطحې ته ډېره نژدې وه، له همد کبله امکان لري ډېر تلفات یې اړولي وي.

د انځور حقوق AP

د ټایوان په سوېلي ټاینان ښار په ګڼو برخو کې د برېښنا د پرې کېدو خبر هم ورکړل شوی.

ټایوان د ځمکې پر سر له هغو سیمو ګڼل کېږي، چې ډېرې زلزلې پکې کېږي.

په ۱۹۹۹ کال هم د ټایوان مرکزي سیمو کې د ریختر په کچې ۷٫۶ درجې زلزلې لږترلږه ۲۳۰۰ کسان ووژل.

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق AP
د انځور حقوق AP

ورته مطالب