ټویټر د 'ترهګرۍ اړوند' ۱۲۵ زره اکونټونه بند کړي

د انځور حقوق PA
Image caption ټویټر وايي په نړۍ کې پنځه سوه میلیونه کاروونکي لري.

خواله رسنۍ ټویټر وايي د ۲۰۱۵ کال له نیمايي راهیسې یې څه باندې ۱۲۵ زره داسې اکونټونه تړلي چې له ترهګرۍ سره یې تړاو درلود. دوی دغه اکونټونه ګواښوونکي بللي او یا یې پر ترهګریزو فعالیتونو پورې تړاو درلود.

ټویټر چې مرکز یې په امریکا کې دی، ویلي په دې ډله کې تر ټولو ډیر اکونټونه د "اسلامي دولت" ډلې یا "داعش" پورې تړاو درلود.

ټویټر ویلي د ترهګریزو فعالیتونو لپاره د دوی رسنۍ کارول غندي.

ټویټر وايي په نړۍ کې پنځه سوه میلیونه کاروونکي لري.

د ټویټر په وینا ''د ترهګرۍ دودولو په موخه له ټویټر نه ګټه اخیستل غندو''.

په تېره دسمبر میاشت کې امریکايي وکیلانو یو قانون جوړ کړی، چې له مخې یې باید د ټویټر او فیسبوک په ګډون، د خواله رسنیو ټولې وېبپاڼې د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو دوی ته خبر ورکړي.

ورته مطالب