امنيت شورا د شمالي کوريا له خوا د توغندي ازموینه په "کلکه غندلې"

د انځور حقوق epa

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د شمالي کوريا له خوا د اوږد واټن توغندي ازمويل په "کلکه غندلي" دي.

د امریکا په نيويارک ښار کې له غونډې وروسته د امنيت شورا ويلي د دې کړنې په ځواب کې به ډېر ژر نوي بندیزونه تصويب کړي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د شمالي کوريا له خوا د اوږد واټن توغندي له ازمويلو وروسته بېړنۍ غونډه رابللې وه.

دغه غونډه د جنوبي کوريا، جاپان او امريکا په غوښتنه رابلل شوې، چې د توغندي ازمويلو په تړاو د غبرګون لپاره يوې ډله ييزې پرېکړې ته ورسېږي.

پاينګ ينګ ويلي دا توغندی يې په فضا کې د سټلايټ د ځای پر ځای کولو لپاره توغولی دی. خو ګوتنيونکي بيا وايي شمالي کوريا غواړي بالسټېک توغندی وازموي.

د يکشنبې ورځې توغونه د شمالي کوريا له خوا د څلورمې اتومي ازموينې څو اوونۍ وروسته شوې ده، دواړه کړنې د ملګرو ملتونو د قوانينو خلاف ګڼل کېږي.

د وينزويلا د ملګرو ملتونو استازی رفيل رميرز په نيويارک کې له دغې غونډې وړاندې ويلي وو "موږ په يوه خوله له بنديزونو دا ډول سرغړونه غندو".

د امريکا متحده ايالتونو د دفاع وزارت او د جنوبي کوريا پوځ د شمالي کوريا له خوا د توغندي ازموينه تاييد کړې ده.

ځينې شننونکي په دې اند دی، چې شمالي کوريا د امریکا،جاپان او د هغوی د ګټو په نښه کولو لپاره اتومي وسلې او توغندي جوړوي.

د انځور حقوق North Korean TV via YonhapReuters
Image caption د امريکادفاع وزارت او د جنوبي کوريا پوځ د شمالي کوريا له خوا د توغندي ازموينه تاييد کړې ده

د ملي امنيت چارواکي او د امریکا سلاکاره سوزان رايس وايي د شمالي کوريا بالسټېک توغنديو ټکنالوژی په سیمه کې ثبات له منځه وړی شي او د امریکا د متحدينو لپاره د خطر سبب کېدای شي.

ورته مطالب