د سرطان ناروغي په نړیواله کچه څومره پراخه ده؟

د فبرورۍ څلورمه نېټه د سرطان نړیواله ورځ ټاکل شوې- د دې لپاره چې په نړۍ کې د مړینو د یو ستر علت په اړه د خلکو پوهه زیاته کړي او په دې هکله ناسم تصورات له منځه یوسي.

د بي بي سي د نړیوالې خپرونې د ټولنیزو چارو خبریال، والیریا پیراسو

سرطان په نړیواله کچه د مړینو یو سترعلت دی- او د دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره په ميلیاردونو ډالره لګول کېږي.

په حقیقت کې دا یوه ناروغۍ نه ده، بلکې څه باندې ۲۰۰ ناروغۍ دي- چې هره یوه ېې خپلې ځانګړې نښې نښانې، او د پېژندنې او درملنې بېلې طریقې لري.

د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي چې په راتلونکو ۲۰ کلونو کې به د سرطان ناروغۍ پېښې تر ۷۰ سلنې پورې زیاتې شي.

دا په څه معنا ده؟ په اوسني وخت کې په نړۍ کې د سرطان ناروغۍ د پراختیا کچه په لاندېنیو ګرافونو کې بیان شوې ده.

په بریتانیا کې د سرطان د څېړنې کارپوهان وايي په تېرو۴۰ کلونو کې په نړیواله کچه پېژندل شويو تر ټولوعامو سرطانونو کې ډېر بدلون نه دی راغلی.

د ګلوبوکان پروژه(د سرطان د څارنې د ارقامو یو هر اړخیزه مرکز چې د سرطان د ثبتولو د نړیوالې ټولنې له خوا اداره کېږي) وايی چې، څلور تر ټولوعام سرطانونه – د سږو، تیونو،کولمو او پروسټاټ – په نړیواله کچه د پېژندل شویو سرطانونو له ۱۰څخه څه باندې ۴ یا ( ۴۲سلنه) کېږي.

په نړۍ کې په نارینه ګانو کې د سږو سرطان تر ټولو زیات عمومیت لري، په داسې حال کې چې د تیونو سرطان په ښځو کې ډېر دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان د سرطان کلنی رپوټ ښيي چې د ټولو نړیوالو پېښو له ۶۰ سلنې زیاتې په افریقا، اسیا، منځنۍ او جنوبي امریکا کې پېښېږي.

په دې سیمو کې د سرطان له امله د نړۍ ۷۰ سلنه مړینې رامنځته کېږي.

په ځینو سیمو کې د سرطان د علاج لپاره زېرمې تر نورو ښې دي او د ناروغانو د ژوندي پاتې کېدو چانس ډېر دی.

د بېلګې په توګه، په اروپا او شمالي امریکا کې، د سرطان دعمومي پېښو د شمېر په پرتله، د مړینو کچه ټیټه ده، په داسې حال کې چې په اسیا او افریقا کې د پېښو لوړه سلنه وژونکې نتیجې لري.

که د هېوادونو په حساب د پېښوشمېر ته وګورو، د نارینه او ښځو لپاره په ګډه د سرطانونو کچه په ډنمارک کې ترټولو لوړه ده، په ۲۰۱۲کال کې هلته په هرو ۱۰۰،۰۰۰ وګړو کې د سرطان ۳۳۸ پېښې موندل شوې.

د پورتنیو پنځو هېوادونو وروسته د امریکا متحده ایالتونه، آیرلینډ، کوریا، هالینډ او نوې کالیډونیا راځي.

په منځني ختیځ کې، په اسراییلو کې د سرطان پېښې ترټولو زیاتې دي، د ۵۰ هېوادو په کتار کې نولسم ځای لري.

بارباډوس( ۲۷م) او یوروګواې(۳۳م) مقام لري چې د امریکا په لويې وچې کې د متحدو ایالتونو او کاناډا نه وروسته تر ټولو زیاتې د اندېښنې وړ پېښې لري. کیوبا، ارجنټاین او پورټوریکو هم په لوړو ۵۰ هېوادونو کې راځي.

کارپوهان وايی چې د خطر اصلي عوامل په عمومې توګه په نړیواله کچه یوشان دي.

د تمباکو استعمال د خطر تر ټولو مهم عامل دی، چې په نړیواله کچه د سرطان تقریبا ۲۰سلنه پېښو سبب کېږي.

د الکولو څښلو له امله د سرطان پېښې په اروپا او امریکا کې ترټولو ډېرې دي، په داسې حال کې چې غېرصحي خوراک او چاغوالی په بېوزلو هېوادونو کې په زیاتېدونکې توګه د سرطان عامل ګرځي.

همدا راز، مکروبي ناروغۍ، په تېره بیا په بېوزلو سیمو کې د سرطان د نړیوالو پېښو ۱۸سلنه سببونه جوړوي