ملګري ملتونه: د بشار اسد حکومت جنګي جرمونه ترسره کړي

د انځور حقوق D
Image caption د راپور له مخې ډېری بنديان شکنجه شوي، چې ځينې يې تر مرګه پورې وهل شوي او پاتې نور د اوبو ، خوړو او درملو د کمښت له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پلټونکو د بشار اسد حکومت په ډله ييز ډول د بنديانو پر وژلو او جنګي جرمونو تورن کړی دی.

د راپور له مخې د بشار اسد حکومت او مخالفو ډلو د بشريت پر ضد جرمونه ترسره کړي دي.

د راپور له مخې ډېری بنديان شکنجه شوي، چې ځينې يې تر مرګه پورې وهل شوي او پاتې نور د اوبو ، خوړو او درملو د کمښت له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ملګر ملتونو دغه راپور له ۲۰۱۱ کال راهيسې کله چې د حکومت پر ضد لاريون پيل شو د اسناد او عيني شاهدانو سره د خبرو او معلوماتو پر مټ تيار شوی دی.

د دغه راپور پر بنسټ په تېرو څلورو نيمو کلونو کې په زرګونو کسانو د جنګي ډلو په بندځايونو کې وژل شوي دي.

ويل کېږي د دغو پېښو ډېری قربانيانو د حکومت تر ولکې لاندې زندانونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دغه راپور کې راغلي چې د "سوريې حکومت په دغو جرمونو کې لويه ونډه لري، خو د حکومت مخالفې ډلې "اسلامي دولت" (داعش) هم ځورونو او وژلو کې لاس لري".

د انځور حقوق AP
Image caption د راپور په وينا "اسلامي دولت" او النصره ډلې دواړو هم د "بشريت پر وړاندې جنګي جرمونه ترسره کړې"

د راپور په وينا "د بنديانو حالت د بشري حقونو د خوندي کولو پر وړاندې يو لوی بحران ښيي".

په سوريه کې د کورنۍ جګړې له امله شاوخوا ۲۵۰۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

له څلور نيم میليونو زيات وګړي د سوريې پرېښودلو ته مجبور شوي او ويل کېږي ۱۳،۵ ميليونه د هېودا د دننه بشري مرستو ته اړتيا لري.

دغه راپور چې دوشنبې (۸ فبروري) خپور شوی، وايي په يوه وخت کې په "زرګونو کسان د سوريي حکومت په بندځايونو کې دي او لوړپوړي چارواکي نه دا چې پر خبر دي بلکې تاييدوي يې هم".

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو يوه پلټونکي سرجيو پنېرو په دغه راپور کې ويلي، "حکومتي چارواکو د دغو بنديانو لپاره د ژوند شرايط دومره سخت کړي چې د زندانيانو د مرګ سبب کېږي او دوی د بنديانو د ډله ييزې وژنې څخه خبر دي".

نوموړی وايي "د دولت پاليسۍ تر څارنې لاندې دغه کړنې د بشريت پر وړاندې جرمونه ګڼل کېږي".

دغه راپور د حکومت مخالفې ډلې هم د سوري عسکر پر وژلو تورنې کړې دي، د راپور په وينا "اسلامي دولت" او النصره ډلې دواړو د "بشريت پر وړاندې جنګي جرمونه ترسره کړې".

ورته مطالب